پنځو هېوادونو د انساني قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې ژمنه وکړه

ساخت وبلاگ

دوشنبې(پژواک،٧چنګاښ٩٦): د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې د پنځو هېوادونو نا دولتي موسسو د انساني قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې ژمنه وکړه.

دغه غونډه د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان هېوادونو د نادولتي موسسو، مدني ټولنو او خبريالانو ترمنځ جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د پاکستان د نادولتي موسسو په استازيتوب ضياءالله عوان وويل چې په دې ناسته کې ګډون کوونکي موسسې او مدنې ټولنې بايد د انساني قاچاق په برخه کې هر ډول معلومات له يو بل سره شريک کړي.

هغه وويل: (( که د دې پديدې پر وړاندې موږ ګډه مبارزره وکړو، نو امکان لري چې دغه ستونزه په بشپړه توګه له دې سيمې څخه ورکه کړو.))

دغه راز د افغانستان د نا دولتي موسسو په استازيتوب شعيب ناصري وويل چې په افغانستان کې به د دې کار د مخنيوي لپاره د انجوګانو ترمنځ يوه شبکه جوړه شي چې په منظمه توګه به ناستي کوي او تجربې او ننګونې به سره شريکوي.

هغه زياته کړه: (( انجوګانې به په دې برخه کې د حکومتي کسانو د ظرفيتونو د لوړولو لپاره هم پروګرامونه جوړ کړي.))

ده ټينګار وکړ چې د اړوندو هېوادونو ترمنځ دې يوه کاري شبکه جوړه شي او که امکان لري نو ايران دې هم دې شبکې ته داخل کړاى شي.

په دې غونډه کې په تاجکستان کې د کډوالۍ د نړيوالې ادارې مشر اليکسوسکي ډراګن Aleksoski Dragan وويل چې اداره يې د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې هر ډول تخنيکي او مالي مرستې ته چمتو ده.

هغه وويل چې د دې سيمې د هېوادونو ترمنځ فرهنګي او اسلامي اړيکې موجودې دي، نو دوى کولى شي د انساني قاچاق پر وړاندې په ګډه او ښه توګه مبارزه وکړي.

همدرانګه په دې ناسته کې د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت په استازيتوب فريدون ډاورنوف Faridun Davronov وويل چې افغانستان او تاجکستان بايد د انساني قاچاق د مخنيوي لپاره لومړى خپلې پولې ټينګې کړي.

هغه وويل: (( که چېرې موږ خپلې پولې ټينګې کړو، نو په اسانۍ سره څوک نه شي کولى چې مجبور خلک له پولې دېخوا، هاخوا تېر کړي او انساني قاچاق پرې وکړي.))

د ډاورنوف په وينا، دوى چمتو دي چې د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې خپلې تجربې له نورو هېوادونو سره شريکې او په دې برخه کې هر راز مرستې هم وکړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د افغانستان د حکومت په استازيتوب او له انساني قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسيون غړي عبدالوحيد هدايت وويل چې افغانستان او تاجکستان به د خپلو سرحدونو د کنټرول په موخه يوه کډه ستراتيژي جوړه کړي.

هدايت دا هم وويل چې په دې وروستيو کې انساني قاچاق پر يوې لويې ستونزې بدله شوى بايد پر وړاندې ګډه مبارزه وشي.

ده له نادولتي موسسو غوښته وکړه چې د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې خپلې تجربې او موندنې وخت په وخت د افغانستان له حکومت سره شريکې کړي.

د هغه په وينا، د انساني قاچاق په برخه کې د عامه پوهاوي لپاره به افغان حکومت قومي مشرانو، ديني عالمانو او مخور ته دندې وسپاري.

د غونډې په پاى کې د يادو هېوادونو استازو پرېکړه وکړه چې د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې به يوه ګډه شبکه جوړوي.

هغوى دا هم وويل چې خپل حکومتونه به هڅوي ترڅو د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې اړينې هلې ځلې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د يادو هېوادونو د نادولتي موسسو او مدني ټولنو ترمنځ راتلونکې غونډه د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې جوړه شي.

د ويلو ده چې له انساني قاچاق څخه موخه د يو کس لخوا پر بل کس ظلم کول، جنسي تېرى او هر ډول بله ناوړه ګټه اخيستل دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 204 تاريخ : چهارشنبه 7 تير 1396 ساعت: 19:13