له غونډې څخه د ولسي جرګې لومړي مرستيال وتل، د ځينو وکيلانو له لوري وغندل شو

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٦):د ولسي جرګې لومړى مرستيال چې د جرګې نننۍ غونډې مشري يې پر غاړه وه، د حکومت پر کړنو د اعتراض له امله له غونډې ووت؛ خو دا ګام د ولسي جرګې ځينو غړو له لوري وغندل شو.

د ولسي جرګې نن ورځې غونډه کې د دې جرګې يو شمېر غړو پر امنيتي موضوع ګانو او د تحصن خېمو لرۍ کولو په اړه خبرې وکړې؛ خو همايون همايون چې د غونډې رياست يې  پر غاړه و، له جمع بندي پرته يې ناسته پرېښوده.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال وويل چې د هېواد وروستيو شهيدانو ته په درناوي، د باور رايو اخيستو لپاره د نوماند وزيرانو نه معرفي کېدو، د مجلس مصوباتو ته د ولسمشر نه درناوى، تړونونو کې انحصار، او له ديموکراسي څخه ديکتاتوري ته د حکومت ستنېدو له امله غونډه پرېږدي.

خو دې کار د ځينو استازو غوسه را وپاروله.

په جرګه کې د هرات خلکو استازي فاروق مجروح له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د جرګې لومړي مرستيال دا کار د داخلي وظايفو اصولو خلاف عمل دى او بايد له رايې اخيستنې پرته يې غونډه نه وه  پريښې.

هغه زياته کړه چې د جرګې مشر کولى شول چې د حکومت پر کړنو اعتراض کې د جرګې  له قانوني صلاحيتونو استفاده کړې وه او يا يې حکومت ګواښلى و.

د نوموړي په وينا، له ولسمشر سره د شخصي ستونزې له امله همايون بايد له غونډې نه و وتلى.

په دې جرګه کې د پکتيا خلکو استازي نادرخان ګټوازي هم ورته نظر درلود ويې ويل، د اداري پلاوي غړي دا چې له ولسمشر سره اختلافات لري، بايد د ملت کور انحصار نه کړي او د ملت استازو له پرېکړې پرته بايد غونډه پرې نه نږدي.

د جرګې ځينو غړو نننۍ ناسته کې وويل چې  له کابل ښار څخه د تحصن خېمو په غونډولو کې بايد له تاوتريخوالي ډډه شوې واى.

کابل کې د غبرګولي له لسمې بريد وروسته چې سلګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله، يو شمېر اعتراض کوونکي واټونو ته راووتل چې د هغوى پر وړاندې تاوتريخوالى د دې لامل شو څو شاوخوا درې اونۍ د کابل ښار بېلابېلو سيمو کې د تحصن خېمې و دروي او د لوړپوړو حکومتي چارواکو او امنيتي مسوولينو د ګوښه کېدو غوښتنه يې وکړه.

 د يادو خېمو ودرولو له امله د ښار مرکزي برخو کې د خلکو او نقليه واسطو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شو چې دا کار له زياتو اعتراضونو سره مخ شو، خو په پايله کې تحصن کوونکو تېره اونۍ خپلې اته خېمې غونډې کړې، خو د کابل شېرپور سيمه کې لا هم ولاړه وه چې هغه هم دوه شپې وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري لرې شوه.

اعتراض کوونکي ادعا کوي چې امنيتي ځواکونو د خېمو غونډولو پرمهال دوه اعتراض کوونکي په ډزو وژلي، څلور نور يې ټپيان کړل او ١١ نوريې نيولي دي؛ خو حکومتي چارواکو ويلي دي چې دې پېښه کې يو تن وژل شوى او يو شمېر ټپيان دي. حکومت ويلي دي چې د دې پېښې څرنګوالي په اړه څېړنې پيل شوې دي.

د دايکنډي خلکو استازي نصرالله صادقي زاده نيلي په دې اړه وويل :" تحصن زموږ د ځوانانو وينو په تويېدو پيل او پاى ته ورسېد؛ بايد له ځوانانو دفاع شوې واى، داسې کړنې د افغانستان په خير نه دي."

دې جرګه کې د کابل خلکو استازي محمد داوود کلکاني وويل: "موږ هېڅ انتخاب شوى حکومت نه دى ليدلى چې د ولس پر وړاندې وسله وکاروي، د اعتراض کوونکو پر وړاندې د حکومت کړنه د اساسي قانون خلاف او يو ډول ديکتاتوري ده."

د نوموړي په وينا، د حکومت دا ډول کړنه دوى او ولس ته د منلو وړ نه ده او حکومت د داسې کړنو په ترسره کولو خپل سقوط ته لار هواروي.

د هرات خلکو استازې ناهيد فريدوويل: "خلک به د حکومت د انسان وژنې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، د خلکو استازي بايد له دې پېښو څخه په اسانه سترګي پټې نه کړي، که څوک تالار دننه دا کړنه توجيه کړي، هرومرو تر شا يې خپلې موخې تعقيبوي."

نوموړې د حکومت دا کار د ديموکراسي او ولس واکي خلاف عمل وباله ويې ويل چې حکومت د داسې کړنو په ترسره کولو سره د ځان او ولس ترمنځ واټن زياتوي.

د پروان خلکو استازي عبدالستارخواصي وويل: "نور له حکومت څخه هيله نه لرو چې زموږ امنيت دې خوندي کړي؛ ځکه د څو کسانو پر وړاندې يې له وسلې او ځواک څخه استفاده وکړه، د افسوس ځاى دى چې يوه خېمه  يې په سوله ييز ډول لرې نه شوى کړاى."

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 195 تاريخ : پنجشنبه 1 تير 1396 ساعت: 3:55