ظاهر قدير: د پچيراګام ولسوالۍ ۱۳ کلي لا هم له داعش وسله والو سره دي

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک ۳۰ غبرګولی ٩۶): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی عبدالظاهر قدير وايي، د پچيراګام ولسوالۍ ۱۳ کلي لا هم له داعش وسله والو سره دي او د تورې بوړې په ۶۰ سلنه خاورې هم د هغوی تسلط دی.

نوموړي دا څرګندونې د غبرګولي په ۳۰مه د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ په توره بوړه سيمه کې د داعش ضد عملياتو څخه د ليدنې پرمهال وکړې.

د ولسي جرګې ياد استازی د يوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولايت ته راغلی او دلته يې د داعش د فعاليتونو او په مقابل کې يې د افغان ځواکونو د عملياتو په تړاو نظارت پيل کړی دی.

دغه پلاوى د ننګرهار د والي، امنيه قوماندان، ولايتي شورا رييس او غړو او قومي مشرانو په ملتيا په پچيراګام ولسوالۍ کې د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړل او هلته يې له روانو عملياتو نظارت وکړ.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالظاهر قدير په سيمه کې د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وويل، لا هم د تورې بوړې ۶۰ سلنه سيمه د داعش په ولکه کې ده او امنيتي ځواکونه يې يواځې په ۴۰ سلنه خاوره تسلط لري.

هغه زياته کړه: ((له تورې بوړې ورهاخوا ۱۳ نور کلي هم له داعش وسله والو سره دي. زه يې نومونه اخلم. سکندرباغ، بر تنګی، ګودره، وچ الکنډ، نښتر تنګی، پړانګ دره، سالیګول، شب دره، زيړان کنډو، شهيدانو تنګی او ۳ نور کلي، چې زما له قلم نه پاتې دي.))

ظاهر قدير د ولسي پاڅون کوونکو د تمويل د ټينګار ترڅنګ، د ننګرهار په ملکي او نظامي چارواکو غږ وکړ، چې مرکز ته دې راپور په حقيقت سمبال، سم او کره ورکړي.

خو د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وايي، د تورې بوړې تر اخره رسېدلي، ټولې سمڅې تصفيه شوي او نورو سيمو ته هم عمليات په شدت سره روان دي.

دی زياتوي: ((زموږ ځواکونه لکه د زمريانو په غرو رغو ورخېژي او سيمې پاکوي، ولس هم زموږ ملاتړی دی، ورته لا اوس اړتيا نه لرو؛ خو هغوی د ملاتړ ډاډ راکړی دی.))

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت بيا پر دولت غږ وکړ، چې د پچير اګام ولسوالۍ د دايمي امنيت لپاره دې ولسي پاڅون کوونکي تمويل کړي او دغه راز دې په سيمه کې بنسټيزي او رغنيزې پروژې پلې کړي.

هغه تايیده کړه چې د پچيراګام ډېر سيمې د داعش له منګولو پاکې شوې دي او ډېر ژر به امنيتي ځواکونه نور پرمختګ هم وکړي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ډاډ ورکړ، چې د پچيراګام ولسوالۍ له وروستيو جګړو بې ځايه شويو کورنيو سره به بشري او غير بشري او د خوراکي توکو مرستې ترسره کړي.

هغه وويل، هڅه کوي په سيمه کې د دايمې امنيت لپاره ولسي مقاومت رامنځته کړي، چې د امنيتي ځواکونو ملاتړ به هم ورسره وي او د امنيت په تامين سره به رغنيزې او بنسټيزې پروژې پلې کړي.

دى وايي: ((د دې سيمې خلک په وطن مين خلک دي او تل يې د خپلو ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ کړی دی، ان شاء الله موږ په همدې پروګرام کار کوو، چې دلته ولسي مقاومت رامنځته کړو چې د خپلو سيمو ساته وکړي او وسله وال پوځ به يې تر شا ولاړ وي، کله چې ولسي مقاومت رامنځته شي؛ رغنيزي پروژې به هم پلې شي.))

د سيمې خلک د امنيتي ځواکونو له وروستيو لاسته راوړنو خوښ دي؛ خو د امنيت د دايمي ټنګښت غوښتنه کوي.

د تورې بوړې سيمې يوه قومي مشر ملک انور په سيمه کې پژواک اژانس ته وويل، که حکومت ورته وسله ورکړي او تجهيز او اکمال يې کړي؛ نو دوی د خپلې سيمې د امنيت لپاره حاضر دي، چې قرباني ورکړي.

پچيراګام ولسوالۍ چې څو مياشتې وړاندې هم د داعش وسله والو د سختو بريدونو شاهده وه، له تېرې يوې اونۍ په کې بيا د حکومتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو پر وړاندې د داعش بريدونو او جګړو زور اخيستی دی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 420 تاريخ : چهارشنبه 31 خرداد 1396 ساعت: 7:33