د کرکټ ملي لوبډلې د بوختیاوو له امله له ایریلینډ سره اوسمهال لوبې ممکنې نه دي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۶) : د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د ایرلینډ لخوا د یو ورځنیو لوبو وړاندیز شوی و، خو د افغانستان د ملي لوبډلې د بوختیاوو له امله اوس مهال دا لوبې نه شي کیدلی.

د افغانستان کرکټ بورډ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې دایرلینډ کرکټ ادارې څو ورځې مخکې ویلي وو، چې دوی په  جولای میاشت مخکې له افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې پلان کړې وې.

سرچینې زیاته کړې وه، چې دافغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ (شپږیزې) سیالیو  د پیلیدو له امله  له ایرلینډ سره  له سیالییو لاس په سر شوی دی.

دافغانستان کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک دغبرګولي  په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې یادې سیالۍ دایرلینډ لخوا وړاندیز شوې وې.

هغه زیاته کړه، دا چې اوس ملي لوبډله ویسټ انډیز کې ده، له هاغه ځایه هیواد ته راتګ او په لنډ وخت کې بیا بیرته ایرلینډ  ته تګ او دملي لوبډلې  دبوخت مهالویش له امله دمګړۍ دا لوبې ممکن نه وې.

هوتک وایي، چې  دافغانستان او ایرلینډ کرکټ ادارو ترمنځ ډیرې ښې اړیکې دي او په راتلونکې به دا لوبې تنظیم شي.

دیادونې وړ ده، چې دروان زیږدیز کال په پیل کې دافغانستان په کوربه توب په هندوستان کې  دافغانستان او ایرلینډ ترمنځ د کرکټ سیالۍ شوې وې، چې دافغانستان په بریا پای ته ورسیدلی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 241 تاريخ : جمعه 19 خرداد 1396 ساعت: 20:01