افغانستان او پاکستان په لاهور او کابل کې د کرکټ لوبې کوي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۶) : دافغانستان او پاکستان د کرکټ ادارو هوکړه وکړه، چې د نورو همکاریو ترڅنګ په کابل او لاهور کې د کرکټ شل اووریزې نړیوالې لوبې ترسره کړي.

دغه هوکړه د افغانستان کرکټ بورډ او پاکستان کرکټ بورډ ادارو د مشرانو ترمنځ نن دغبرګولي په ۶مه، په لاهور کې د خبرو اترو پر مهال شوېده.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهریار خان د افغانستان کرکټ بورډ له مشر عاطف مشعل سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، چې دواړو لوریو ګټورې خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه، چې په لاهور او کابل کې به ددواړو هیوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ شل اووریزې نړیوالې لوبې ترسره کیږي، خو نیټه به یې وروسته اعلان شي.

دغه راز نوموړي وویل، چې ددواړو هیوادونو ترمنځ د نورولوبو دلړۍ ترسره کولو هوکړه وشوه، چې دا لوبې به پاکستان، کابل او یا هم شارجه کې کیږي.

شهریار خان زیاته کړه، چې ددواړو هیوادونو د۱۶ کلنو لوبډلو، الف لوبډلو او دزونونو لوبډلو ترمنځ هم لوبې کیږي او پاکستان به افغان کرکټ بورډ سره په تخنیکي برخو کې هم مرستې کوي.

د پاکستان کرکت بورډ مشر تایید کړ،چې یو شمیر پاکستاني لوبغاړي به دافغانستان شپږیزه لیګ سیالیو کې ګډون کوي.

دغه راز هغه وړاندیز وکړ، چې خپل یو لوبغاړی افغان کرکټ بورډ ته وسپاري، چې هغوی پکې خپلې لوبې او تمرینات ترسره کړي.

هغه زیاته کړه، چې دوی به د کرکټ د نړیوالې شورا په غونډو کې دافغانستان ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې افغانستان د لومړۍ درجې  دریځ ورکړل شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 216 تاريخ : يکشنبه 7 خرداد 1396 ساعت: 14:23