د تورخم ترمینل د چارو ټکني والي خلک له ستونزو سره مخ کړي

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ٧ غبرګولی ٩۶): د جلال اباد- تورخم لويې لارې موټر چلوونکي شکايت کوي چې په تورخم ښارګوټي کې د مسافرينو لپاره د نوي ترمينل جوړېدو چارو ورته ستونزې جوړې کړې دي.

دغه راز پر دې لاره تلونکي مسافرين د خپلسرو لوړو کرايو له اخیستو شکايت کوي چې موټر چلوونکي يې لامل د يوې منظمې اډې نشتوالی په ګوته کوي.

شاوخوا يو نيم کال وړاندې د ترانسپورټ وزارت له لوري په تورخم ښارګوټي کې د مسافرينو د ستونزو د حل او يوې منظمې هډې جوړېدو په موخه د يو عصري او مجهز ترمينل چارې پيل شوې چې لا يې هم کار پای ته نه دی رسېدلی.

په تورخم سرحدي ښارګوټي کې مسافرين شکايت کوي چې اوس د ناستې لپاره هېڅ ځای موجود نه دی، چې ټول مسافرين او په ځانګړې توګه ښځينه مسافرينې ورسره په ستونزو کې لاس او ګرېوان دي.

دوی شکايت کوي چې د منظمې اډې نشتوالی هم مسافرين له ستونزو سره مخ کړي او هم له موټر چلوونکو شکايت کوي چې له دې چارې په ګټه اخيستو يې کرايه لوړه کړې ده.

له تورخم بندره تازه را اوښتی مسافر سهارګل وايي، د ترمينل جوړېدو چارې چې له کله پيل شوې؛ نو هم کرايه پر خپل سر لوړېږي او هم موټر پر خپل سر له بېلابېلو ځايونو ډکېږي.

هغه غوښتنه وکړه چې د ترمينل جوړېدو چارې دې چټکې شي، څو د مسافرو ستونزې حل شي.

ولي الله چې خپله مور يې د درملنې لپاره پېښور ته بیوه، په تورخم ښارګوټي کې د سړک پر سر سره لمر ته ناست و.

هغه پژواک اژانس ته وويل، که ترمينل جوړ شوی وای او چارې يې نه وای ځنډېدلې؛ نو اوس به په ترمينل کې په تمځای کې ناست وای او هېڅ ستونزه به نه وه.

دغه راز له تورخمه کابل ته تلونکی دل اغا وايي چې د ترمينل ژر نه جوړېدو کرايې لوړې کړې دي. نوموړي پژواک ته وويل: ((زه اونۍ کې يو ځل تورخم ته د سيمساري سامان اخيستو په خاطر ځم، هر ځل چې له تورخمه کابل ته ځم، کرايې فرق کړی وي. کله پنځه سوه افغانۍ کل اته سوه او حتی کله زر افغانۍ هم کېږي.))

موټر چلوونکي هم د ترمينل ستونزه د کرایو لوړېدو لامل بولي.

د جلال اباد- تورخم لوی لارې موټر چلوونکي نورالحق په تورخم ښارګوټي کې پژواک ته وويل چې د اډې نه موجوديت نه يوازې دا چې مسافرو ته ستونزې جوړې کړې، بلکې چلوونکي يې هم په تکليف کړي دي.

هغه پژواک ته وويل: ((اډه نشته، دلته سړک پر سر ولاړ يو، کله سرحدي پوليس راځي او له دغه ځايه مو شړي او کله هم ښاروالي، نو که دا اډه جوړه شي، موږ ته به هم سهولت وي او مسافرو ته هم.))

د مومند په نوم د کابل – تورخم لويې لارې يوه بل چلوونکي له پژواک سره په خبرو کې تاييد کړه چې موټر چلوونکي پر خپل سر کرايه لوړوي؛ خو هغه يې علت د يوې منظمې اډې نه شتون په ګوته کوي.

د تورخم ښاروالۍ سرپرست مدير انجنير خيالي ګل هم مني چې په تورخم کې د منظمې اډې نه موجوديت کرایه لوړه کړې ده.

هغه زياته کړه، تر هغه چې ترمينل نه وي رغول شوی او اډه نه وي منظمه شوي؛ نو ستونزې به موجودې وي.

خو د تورخم د ترانسپورټ مدير انجنير خيال احمد عمرخېل پژواک ته وويل چې د ترمينل د جوړېدو چارې تر ډېره خلاصې شوې او په راتلونکو دوو مياشتو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هغه زياته کړه چې د ځينو اداري او بوديجوي ستونزو له امله د دغه ترمينل کار ځنډېدلی و خو اوس بېرته په چټکۍ سره روان دی.

د تورخم ترانسپورټ مدير وړاندې وويل: ((د ترمينل لومړی پاس کار خلاص شوی، په دويم پاس يې کار روان دی او درېيم به يې هم ډېر ژر پيل شي.))

د يادولو وړ ده چې د تېر ۱۳۹۵ کال د لړم په ۹مه نېټه هم پژواک اژانس په همدې اړه يو راپور خپور کړی و چې چارواکو په کې د ترمينل د پرانيستل کېدو لپاره يوازې د څو ورځو يادونه کوله؛ خو اوس ترې له شپږو مياشتو هم ډېره موده تېره ده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 229 تاريخ : يکشنبه 7 خرداد 1396 ساعت: 14:23