د شاه جوى په نښته کې ٢٥ طالبان او ١٢ پوليس وژل شوي

ساخت وبلاگ

کلات (پژواک، ٣١ غويى ٩٦): د زابل چارواکي وايي، په شاه جوى ولسوالۍ کې د نښتې له امله ٢٥ طالبان او ١٢ پوليس وژل شوي دي.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلانی فراهي وايي، د شاه جوى ولسوالۍ د چينو سيمې د نن ورځې په سخته او اوږده جګړه کې د شاه جوى لپاره د طالبانو د نظامي مسوول عزيزي په ګډون ٢٥ وسله وال وژل شوي او ٧٠ ټپيان دي.

ده زياته کړه، د څو وژل شويو طالبانو جسدونه او تر لسو زياتو موټرسايکلونه افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي.

له بلې خوا د شاه جوى ولسوال وزيرمحمد جوادي وايي، د شاه جوى د چينو جګړه پاى ته ورسېده او هغه پوستې چې طالبانو نيولې وې، بېرته پوليس په کې ځاى په ځاى شول.

دى وايي، په دې نښته کې ټول ١٢ ملي او سيمه ييز پوليس وژل شوي او مخکې چې د پوليسو د زياتو تلفاتو کومه خبره شوې وه، هغه له دې امله وه، چې هغوى ورک وو، خو وروسته د جنګ په ترڅ کې ژوندي پيدا او له امنيتي ځواکونو سره ملګري شول.

خو بايد وويل شي، چې تردې وړاندې د زابل والي بسم الله افغانمل ويلي و، په شاه جوى ولسوالۍ کې د نښتو له امله ٢٥ پوليس وژل شوي او ٥ نور ټپيان وو.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 169 تاريخ : دوشنبه 1 خرداد 1396 ساعت: 10:21