د پاکستان د مشرانو جرګې د مرستیال پر کاروان چاودنه کې ۲۵ تنه ووژل شول

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۶): د پاکستان د مشرانو جرګې دمرستیال مولانا عبدالغفور حیدری د موټرو پر کاروان چاودنه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستانیو رسنیو د معلوماتو له مخې، داچاودنه نن د غویي په ۲۲مه، تر غرمې وروسته ، هغه مهال وشوه، کله چې مولانا غفور حیدري دبلوچستان ایالت د مستونګ په ښار کې د جمعې تر لمانڅه وروسته روان شوی و.

د بلوچستان د حکومت ویاند انوار الحق کاکړ رسنیو ته ویلي، چې په دې چاودنه کې ۲۵ تنه وژل شوي او د مولانا غفور حیدري په ګډون شاوخوا ۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

ډاکټرانو د پاکستان د مشرانو د جرګې د مرستیال روغتیایي حالت د ډاډ  وړ ښودلی دی.

ځایي چارواکو ویلي،  چې په ټپیانو کې د مشرانو جرګې غړي ځینې چارواکي او د فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام دډلې غړي شامل دي.

بلخوا ناتایید شوي راپورونه وایي، چې دا چاودنه دځانمرګي برید له امله شوې وه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 281 تاريخ : شنبه 23 ارديبهشت 1396 ساعت: 13:06