جنرال رازق: تر هغه چې د سپین بولدک لانجه نه وي حل شوې، لار به تړلې وي

ساخت وبلاگ

کندهار (پژواک، ۲۲ غویی ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د سپین بولدک لار به تر هغه تړلې وي چې د دې ولسوالۍ اړوند د لقمان کلي پر سر د افغانستان او پاکستان تر منځ راپورته شوې لانجه حل شوې نه وي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (د غويي ۲۲مه) د ولایت مقام د غازي امان الله خان په تالار کې هغې غونډې ته وکړې چې د مشرانو او ولسي جرګې له خوا پر افغان خاوره د پاکستان د تېري د مخنیوي په برخه کې د امنیتي ځواکونو د ستایلو په موخه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندهار د ملکي او نظامي مسوولینو تر څنګ د ولایتي شورا غړو، د ولسمشر او اجرائيه ریاست مشاورینو، د مشرانو جرګې د داخلي او دفاعي کمېسیون مشر هاشم الکوزي او نورو غړو، د ولسي جرګې استازو، قومي مشرانو او نورو ګډون کړی و.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل، پاکستاني لوري غوښتل نن د سپین بولدک لار خلاصه کړي، خو دوی یې مخالفت کړی دی.

هغه زیاته کړه، تر هغه چې د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د لقمان کلي پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ شخړه حل شوې نه وي، لار به تړلې وي.

د ده په خبره، چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي او د ژوند تر وروستې شېبې به د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي.

نوموړي له خلکو مننه وکړه چې د امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ دي او له دیني عالمانو او قومي مشرانو یې وغوښتل چې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي او د روانې پردۍ جګړې په مخنیوی کې خپل رول ادا کړي.

د مشرانو جرګې د دفاعي او داخلي امنيت کمېسیون مشر محمد هاشم الکوزي د راغلي پلاوي په استازيتوب وويل، تېره ورځ سپین بولدک ولسوالۍ ته تللي وو او هلته یې د لقمان او جهانګیر سیمې له نږدې ولیدې چې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ په کې جګړه شوې وه.

ده زیاته کړه، د دوی د څېړنو په پایله کې جوته شوه چې پاکستان د ټولو نړیوالو اصولو خلاف پر افغان خاوره تېری کړی دي.

نوموړي، د پاکستان د تېري په مقابل کې د افغان ځواکونو مېړانه وستایله.

دی وايي، د خپلو لیدنو کتنو او څېړنو پایله به له مشرانو جرګې او ولسمشر سره شریکه کړي.

د غونډې په لړ کې د کندهار امنیه قوماندان ته د مشرانو جرګې له خوا د سرو زرو مډال او د ولسي جرګې ملي نښان هم ورکړل شو.

د دې تر څنګ د کندهار نورو ملکي او نظامي مسوولینو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د یاودنې ده، د سپین بولدک لار نن په اتمه ورځ هم تړلې ده.

بلخوا د افغانستان او پاکستان د تخنیکي ټيمونو له خوا د سپین بولدک او چمن تر منځ پر ډیورنډ کرښه د پرتو د دوو کلیو (لقمان او جهانګیر) د ملکیت معلومولو څېړنې بشپړې شوي خو پایلې یې لا نه دي اعلان شوي.

دا د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند هغه سیمې دي چې پر سر یې تېره جمعې ورځ د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ سخته جګړه وشوه.

په سپین بولدک کې د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې د افغان او پاکستاني لوري تر منځ اوونۍ مخکې (تېره جمعه) له هغه وروسته نښته وشوه چې پاکستاني مامورین له ډیورنډ کرښې را اوښتي وو او د افغانستان په خاوره کې يې سرشمېرنه کوله.

چاروکي وايي، جګړه پاکستاني ځواکونو پيل کړه او د سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوستو یې د سپکو او درنو وسلو انداختونه وکړل.

د دواړو لورو تر منځ جګړې یوولس ساعته دوام وکړ چې په کې څلور سرحدي سرتېري او یوه مېرمن وژل شوي او د ۱۴ سرتیرو په ګډون ۳۷ تنه ټپیان شول. په جګړه کې پاکستاني لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د همدې لانجې له امله له هماغې ورځې راهیسې د سپین بولدک لار تړلې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ یې سوداګرۍ ته دروند زیان اړولی او هغه خلک هم له ستونزو سره مخ دي چې د درملنې او نورو اړتیاوو لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کوي.

پر دې لار هره ورځ له ۲۵ زرو زیات خلک د سوداګرۍ، کاروبار او ناروغانو د درملنې په موخه تګ راتګ کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 300 تاريخ : جمعه 22 ارديبهشت 1396 ساعت: 20:24