د قلعه زال او زېباک ولسوالیو د بېرته نیولو عملیات پیل شوي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٦): د کورنيو چارو وزارت په درېيو ولايتونو کې د ٨١ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکوي او وايي، د کندوز د قلعه زال او د بدخشان د زېباک ولسواليو د بېرته نيولو عمليات پيل  شوي دي.

د زېباک ولسوالۍ تېره جمعه او د قلعه زال ولسوالۍ تېره ورځ د دولت وسله والو مخالفينو نيولې دي.

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب الله دانش چې نن يې کابل کې خبريالانو ته خبرې کولې، وويل چې د کندوز ولايت د قلعه زال ولسوالۍ ته نور دولتي ځواکونو رسېدلي او هلته چاڼيز عمليات روان دي.

دغه راز دانش وايي چې د بدخشان د زېباک ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره هم پوځي عمليات روان دي او د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو دوه لوړپوړي چارواکي هم دغې ولسوالۍ ته تللي دي.

دغه راز هغه چې نن له غرمې مخکې  ١١ بجې يې خبرې کولې، وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې  په هلمند، غور او کندوز ولايتونو کې ٥١ د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې له تروريزم سره د مبارزې رياست پوليسو په ننګرهار ولايت کې د ننګيالي او ولي په نومونو دوه کسان نيولي دي.

دى وايي چې ننګيالى په ترهګريزو بريدونو کې لاس لري او ولي د وسله والو مخالفينو له ماين جوړوونکو څخه و.

ننګيالى او ولي په نننۍ خبري ناسته کې خبريالانو ته وښودل شول، خو خبرې يې ونه کړې.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 339 تاريخ : يکشنبه 17 ارديبهشت 1396 ساعت: 18:17