"د درقد او خواجه بهاءالدين ولسواليو کې روانو جګړو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړى"

ساخت وبلاگ

تالقان (پژواک ١١ غويى ٩٦): د تخار ولایت د درقد او خواجه بهاءالدین ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په روانه جګړه کې د دوی عادي ژوند ته سخت تاوان اوښتی دى.

د درقد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شېردل پاڅون پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو اتو ورځو راپدېخوا له مرکز تالقانو سره د دغې ولسوالۍ لار بنده ده او ځایي اوسېدونکي له دې اړخه له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

ده زياته کړه، دغې کلابندۍ د خلکو عادي ژوند له سختو ستونزو سره مخامخ کړی دى.

هغه وايي: "اته ورځې کېږي چې د درقد - خواجه بهاءالدین لار بنده ده، طالبانو په دې لارې ماینونه خښ کړي، څوک ښار ته تلای نه شي، طالبانو ښار کلابند کړی، د خوړو توکو بیې لوړې شوې دي. "

د نوموړي په وينا، د روانې جګړې او لاربندۍ له امله کروندګر په ځمکه کار نه شي کولی او ناروغان روغتیایي مرکزونو ته نه شي تلاى.

د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ د القناق سیمې اوسېدونکي ګل اغا پژواک اژانس ته وويل، د جګړې له امله په سلګونو کورنۍ مرکز تالقانو او شاوخوا ولسوالیو ته کډه شوې دي.

د ده په خبره، اته ورځې کېږي چې دوی له کوره نه شي وتلای او د شولو بزغالي یې هم وچ شوي دي.

دى زیاتوي: "کروندې مو د وچېدو په حال کې دي، په سلګونو کورنۍ د سیمې پرېښودو ته اړې شوې دي، کروندې په ځانګړې توګه د شولو بزغالي مو د وچېدو په حال کې دي."

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي په حکومت تور پورې کوي چې له طالبانو سره په جګړه کې همغږي نه دي.

خو د تخار امنیه قوماندان مل پاسوال فقیر محمد جوزجاني، پژواک ته وويل چې د طالبانو له شتون څخه د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ پاکولو په موخه له یوې اونۍ را پدېخوا عملیات دوام لري او تراوسه یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او یو شمېر سیمې یې هم نیولې دي.

ده زياته کړه، ټاکل شوې ده، د دغو عملیاتو په لړ کې خواجه بهاءالدین او درقد ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 251 تاريخ : سه شنبه 12 ارديبهشت 1396 ساعت: 7:16