زاخېلوال: د افغانستان ستونزه یوازې افغانان حل کولای شي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۶ غويی ۹۶): څو چې افغانان په خپلو کې ملي يووالی او ملي تفکر رامنځته نه کړي، نه شي کولای د افغانستان د جګړې د حل لپاره د سيمې او نړۍ هېوادونه قانع کړي او پرته له دې ستونزه لا کړکېچنه کېږي.

دغه څرګندونې په پاکستان کې افغان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکتر عمر زاخېلوال د "افغانستان په سيمه ييزو او نړيوالو لويو لوبو کې د ثبات او يا کړکېچ پر لور" تر نامه لاندې په جوړ شوي سيمينار کې نن په کابل کې وکړې.

زاخېلوال زياته کړه، په افغانستان کې د ستونزو د حل په موخه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۵ زېږدېزو کلونو پورې د افغانستان د ګاونډيو او نړيوالو هېوادونو تر منځ تر ډېره د ليدلوري اختلاف نه و، خو اوس د افغانستان په اړه د نظر اختلافات ژور او زيات شوي دي.

دی وايي، دا مهال پاکستان، ايران، روسيه، چين او د منځنۍ اسيا ډېر هېوادونه په افغانستان کې د امريکا د نظامي شتون مخالف دي او تر ډېره يې د ځان لپاره يو ګواښ ګڼي.

ياد لوړپوړی چارواکی وايي، څو چې د سيمې او نړۍ هېوادونه دغه ډاډ ترلاسه نه کړي چې ګني په افغانستان کې يو بل ته ګواښ نه پېښوي او دا درک کړي چې په رښتيني ډول ټول هېوادونه په دغه هېواد کې سوله غواړي، نو کېدای شي په يو ډول نه يو ډول د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

زاخېلوال وايي: "هغه هېوادونه چې اوس په رقابت کې دي، هغوی ته يوازې افغانان ډاډ ورکولای شي چې نور هم په افغانستان کې د ستونزې حل غواړي خو زموږ ستره ستونزه زموږ کورني اختلافات دي، د ملي تفکر کموالی دی، که چېرې موږ په خپل منځ کې ملي يووالی او ملي تفکر رامنځته کړو نو د سيمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکولای شو چې زموږ په ګډون ټول سوله غواړي، که مرسته هم نه کوئ نو ستونزې مه را جوړوئ."

دغه راز زاخېلوال ځوانان حوصله مندۍ او يو د بل زغملو ته را وبلل او زياته يې کړه، څو د افغانانو تر منځ د ملي يووالي تفکر رامنځته نه شي، په افغانستان کې روانې ستونزې به لا کړکېچنې شي.

زاخېلوال د بېلګې په ډول وويل چې له دې مخکې يوازې د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو ډله وه چې ممکن له ملا عمر سره د سولې په کولو ستونزې کمې شوې وای خو په وينا يې اوس بله ستونزه داعش ده او طالبان هم په څو ډلو وېشل شوي چې د سولې خبرې يې ډېرې ستونزمنې کړې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 303 تاريخ : پنجشنبه 7 ارديبهشت 1396 ساعت: 1:41