د امريکا دفاع وزير په ناڅاپي سفر کابل ته راغلى

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٦):د امريکادفاع وزير جيمز ميټس په يوه ناڅاپي سفر کابل ته را رسېدلى دى.

د حکومت يوې سرچينې د غويي په ٤مه، پژواک اژانس ته وويل، د امريکادفاع جيمز ميټس پر امنيتي مسايلو د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلى دى.

سرچينې زياته کړه چې هغه به له ولسمشر اشرف غني او نورو ملکي او پوځي چارواکو سره پر وروستيو امنيتي حالاتو او د افغانستان پر څلور کلن امنيتي پلان خبرې وکړي.

په تېرو څو ورځو کې دا دويم لوړ پوړى پوځي امريکايي چارواکى دى چې افغانستان ته سفر کوي، تر دې مخکې د امريکا د ملي امنيت سلاکار مېک ماسټر هم افغانستان ته سفر کړى و.

د امريکا دفاع وزير په داسې حال کې افغانستان ته راغلى، چې څو ورځې مخکې په بلخ کې پر شاهين قول اردو ډله ييز بريد کې لسګونو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر يادې پېښې وروسته نن د ملي دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې ورکړې او ولسمشر د څلورو قول اردو ګانو قوماندانان هم  بدل کړل. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 271 تاريخ : دوشنبه 4 ارديبهشت 1396 ساعت: 18:09