فېروز: دبې کيفيته درملو واردوونکي څه باندې ٩٠ شرکتونه بې واکه شوي دي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک،١٧ حمل ٩٦): د عامې روغتيا وزارت وايې چې د درملوکنټرول لابراتوار نوې ودانۍ په پرانيستوبه، کابل کې د روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو، اداري فساد، قاچاق او له هېواد څخه د ملي عوايدو تېښتې مخه ونيول شي.

د روغتيايي محصولاتو، خوراکي توکو او درملوکنټرول لابراتوارنوې ودانۍ نن د حکومت اجرايي مشر ډاکټرعبدالله عبدالله په شتون کې د عامې روغتيا وزير ډاکټرفيروزالدين او اړوندو ادارواستازو له لوري ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.

عبدالله عبدالله، د دې لابراتوار، درملو او روغتيايي محصولاتو تنظيم ملي ادارې جوړول د دې وزارت ښيې لاسته راوړنې وبللې ويې ويل چې هېواد ته د درملو واردولو شرکتونه بايد د درملوکيفيت په برخه کې معيارونه په پام کې ونيسي هغه وړاندې وويل :" بې کيفيته درملو زموږ د ټولنې په مادي او معنوي اړخونو باندې ستر زيان پرې ايستى دى.

د حکومت ياد لوړپوړي چارواکى يادونه کوي چې هېواد کې تکړه او با استعداده ډاکټران شتون لري؛ خو د درملو  کم کيفيت له امله د هغوى زيار سمه پايله نه ورکوي.

هغه هيله وښوده چې د دې لابراتوار په جوړېدو سره به د درملو کيفيت لوړولو او هېواد کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولوپه برخه کې له خصوصي سکتور سره مرسته وشي.

د عامې روغتيا وزير په دې مراسمو کې وويل چې د درملو او روغتيايي محصولاتو په برخه کې ددې لابراتوارجوړول ګټور دي هغه زياته کړه:" د دا ډول لابراتوار جوړول نه يوازې چې بازار ته له واردېدو مخکې  دبې کيفيته او غيرمعيارى  درملو مخه نيسي، بلکې ملي سوداګر به وهڅوي چې درمل او روغتيايي محصولات له قانوني لارې هېواد ته وارد کړي."

هغه زياته کړه :" د دې لابراتوار رامنځ ته کېدل کولى شي د اداري فساد،قاچاق اوله هېواد څخه بهر د ملي عوايدو تېښتې مخنيوى هم وکړي."

د وزارت ياد مقام دخبرو په دوام وويل دا لابراتور د ٢٢ ميليونو افغانيو په ارزښت د نړيوال بانک په مرسته د فزيک لابراتوار، ګياهي درملو، بيوشميمي لابراتور، توکسيکولوژي او فارمکودينامي لابراتور، د سينګاريز توکو لابراتوار، د طبي محصولاتو لابراتوار، د خوراکي توکو د فزيکو شيميک لابراتوار، د څښاک اوبو فزيکو شيميک لابراتوار، د خوراکي توکو او څښاک اوبورمايکروبيلوژيک لابراتوار او توکسيکولوژى لابراتوار برخې په کې شاملې دي.

د عامې روغتيا وزير يادونه وکړه چې تېرکال، د هېواد بازارونوکې د قاچاقي درملوکچه له ٤٠ – ٥٠ سلنې وه؛ خو هيله مندي يې وښوده چې د درملو او روغتيايي توکو تنظيم ملي ادارې په رامنځ ته کېدو به، دا ستونزه ٢٠ سلنه راټيټه شي او د بې کيفيته درملو واردکوونکي څه باندې ٩٠ شرکتونه  بې واکه شوي دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 164 تاريخ : جمعه 18 فروردين 1396 ساعت: 8:31