افغانستان له ایرلینډ څخه د یوه ورځني کرکټ لړۍ هم وګټله

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٦): افغانستان د کرکټ د پنځو يو ورځنيو لوبو (جي پي کپ) په پنځمه او وروستۍ لوبه کې ايرلينډ ته ماتې ورکړه او په دې توګه د دې سياليو اتلولي افغانستان په ٧ ويکټو ترلاسه کړه.

تر دې مخکې افغانستان ايرلينډ ته په لومړۍ دوو يو ورځنيو او تر هغه مخکې په درېيو شل اوريزو نړيوالو لوبو کې ماتې ورکړې وه.

د افغانستان په کوربه توب دا لوبې د هندوستان د پلازمېنې نوي ډيلي په ګريټر نويډا لوبغالي کې ترسره شوې.

په نننۍ لوبه کې لومړى ايرلينډ لوبډلې په ٤٨،١ اوورونو کې ٢٢٩ منډې جوړې کړې، چې په دې سره يې افغانستان د ٢٣٠ منډو هدف وټاکه.

افغانستان دا منډې په ٤٨،٤ اوورونو کې پوره کړې او په دې توګه يې دا سيالي وګټله.

په دې سيالي کې شهزاد محمدي په ١٣، نجيب تره کى په ٥ او اصغر ستانکزى په ٣٩ منډو سوځېدل.

رحمت شاه ١٠٨ او سميع الله شينواري ٦٢ منډې جوړې کړې، چې دواړه د لوبې تر پايه ولوبېدل.

رحمت شاه د دې لوبې غوره لوبغاړى وبلل شو.

د دې لوبې د نندارې لپاره د افغانستان اجرائيوي رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې دوهم مرستيال محمد نذير احمدزى او يو شمېر نور د ملي شورا غړي ورغلي وو.

د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو مالي ملاتړ جنرل پيټروليم نړيوال افغاني شرکت کړى دى. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 210 تاريخ : شنبه 5 فروردين 1396 ساعت: 13:06