يوې امريکايۍ مېرمنې ته افغاني تابعیت ورکړل شو

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢ ورى ٩٦): ولسمشر اشرف غني يوې امريکايۍ مېرمنې ته چې ٣٨ کاله په افغانستان کې اوسېدلې، افغاني تابعيت ورکړ.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې مېرمن کارلوین مکمکن (بي بي ماري) ته، چې د امریکې د متحدو ایالتونو اصلي تبعه ده، افغاني پاسپورټ ورکړ او هغې ته یې د افغانستان د تابعیت اخیستو مبارکي وویله.

سرچينه کاږي، په دغه مناسبت په ارګ کې جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې مرستیال محمد هارون چخانسوري، مېرمن ماري کارلوین ته د افغاني تابعیت د ورکړې په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.

په فرمان کې راغلي دي چې مېرمن ماري کارلوین څه باندې ۳۸ کاله په افغانستان کې اوسېدلې ده، چې نن یې رسماً د افغانستان تابعیت ترلاسه کړ.

د جمهوري ریاست د مقام په فرمان کې د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونه موظف شوي دي چې له نورو اړوندو مراجعو سره په همغږۍ د دغه فرمان د تطبیق په برخه کې اجراآت وکړي.

ولسمشر غني، مېرمن کارلوین ته د افغانستان د نورو اوسېدونکو تر څنګ د ښه او ارام ژوند هیله وکړه او له افغانانو څخه د ملاتړ او همکارۍ په برخه کې يې د هغې له هڅو مننه وکړه.

مېرمن کارلوین بيا د ولسمشر غني نېکې هیلې او ښه نظر وستایه او وې ویل: "افغانان ډېر صمیمي او انسان دوسته خلک دي، چې زه ورسره ځان هوسا او ارامه احساسوم."

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، مېرمن کارلوین په افغانستان کې د اوسېدو پرمهال په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول بې سرپرسته ښځو سره د لاسي صنایعو او خیاطۍ په برخه کې همکاري کړې ده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 228 تاريخ : پنجشنبه 3 فروردين 1396 ساعت: 12:23