د هرات قومي مشرانو ولسمشر ته د معارف د پښتو کتابونو له کمښته شکايت وکړ

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٥) : د هرات يو شمېر قومي مشرانو او وکيلانو ولسمشر ته په دغه ولايت کې په پښتو ژبه د معارف د کتابونو له کمښت څخه شکايت وکړ.

له ارګ څخه د کب په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر نن د هرات ولایت یو شمېر ولسي مشرانو، مخورو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د دغه ولایت استازو سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، دوى د هرات ولایت یو شمېر محیطي، امنیتي، روغتیايي، سیاسي، تعلیمي او ټولنیزې ستونزې شریکې او په اړه یې مشخص وړانديزونه وکړل.

په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازو انجنیر منور شاه بهادري او مسعوده کروخي د نورو په استازیتوب لویو او عام المنفعه پروژو ته د جمهوررئیس پاملرنه وستایله او په ځانګړي ډول یې هرات ولایت کې د سلما بند او د چشت شریف سړک په ګډون د سلګونو هغو غټو او وړو پروژو په خاطر ورڅخه مننه وکړه چې په دې وروستیو کې  یې کار پیل شوی دی.

دوى هرات ښار کې د جنايي جرمونو زیاتوالي، د ښاري خدمتونو کمښت، د دغه ولایت په ځینو سیمو کې په پښتو ژبه د معارف د کتابونو کمښت او د کوچیانو لپاره د ښوونځیو او روغتیايي خدمتونو د نشتوالي په اړه یادونه وکړه او دغو موضوعاتو ته د رسېدنې په خاطر یې د جمهوررئیس جدي پاملرنه وغوښته.

د هرات د مېشتو قومونو په استازیتوب حاجي محمدشاه خان او حاجي غلام فاروق خان ویناوې وکړې او ولسمشر ته یې ډاډ ورکړ چې له هېواد څخه د دفاع په لار کې به په هر ډول شرایطو کې د حکومت او خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.

هغوی د هرات ولایت د ولایتي شورا ريیس او د هرات ولایت د استیناف څارنوالۍ ترمنځ وروستۍ لانجې ته په اشارې له ولسمشر څخه په دغه قضیه کې د پاملرنې او حل غوښتنه وکړه او هیله یې وښوده چې ولسمشر دې د رامنځته شوي سوتفاهم له امله د هرات د ولایتي شورا ريیس عفوه کړي.

ولسمشر غني د ګډونوالو د خبرو له اورېدو وروسته د حکومت له برنامو څخه د هرات ولایت د مشرانو او استازو له ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په دغو دوه نیمو کلونو کې یې تر بل هر ځای هرات ته ځانګړې علاقه او توجه ښودلې ده.

هغه د هرات ولایت د ولایتي شورا د ريیس په اړه وویل، که څه هم دا قضیه  عدلي او قضايي ارګانونو پورې تړلې ده، خو ده  یې په اړه پيغام ترلاسه کړ.  هغه د اداري اصلاحاتو یادونه وکړه ويې ویل، ژر به د هرات په ګډون د ټول هېواد غوره کدرونه تشخیص او وګومارل شي.

محمد اشرف غني له یادو مشرانو څخه وغوښتل چې په سیمه ییزه اداره کې د فساد په مخنیوي کې همکاري وکړي او ډاډ یې ورکړ چې د هرات ولایت د مشرانو وړاندیزونو ته به د اړوندو ارګانونو له لارې رسیدګي وشي. همدارنګه یې ژمنه وکړه چې ژر به د پایتخت زون په څېر د هرات ښاري پلان باندې هم کار پیل شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 348 تاريخ : چهارشنبه 25 اسفند 1395 ساعت: 21:08