امو سیند ته د موټر لوېدو په پېښه کې ۹ کسانو ته مرګ ژړبله اوښتې

ساخت وبلاگ

فيض اباد (پژواک، ٢١ کب ٩٥): د بدخشان ولايت په نسي درواز ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شاوخوا څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د بدخشان امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونيار مهر الدين انوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ يوه سرف موټر د نسي ولسوالۍ له جامرج کلي نه له ٩ سپرليو سره د ولسوالۍ مرکز ته روان و چې د سړک د يخک له امله امو سیند ته ولوېد.

هغه زياته کړه چې د پېښې په پايله کې د موټر پنځه سپرلي سخت ژوبل شوي چې د نسي ولسوالۍ کلينيک ته لېږدول شوي او څلور نور له موټر سره د امو سيند ته لوېدلي دي.

د بدخشان د پوليسو دغه چارواکي وويل: ((د ډوب شوو کسانو له ډلې يوه ښځه وژغورل شوه، خو د ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته د لېږدولو پر مهال په لاره کې مړه شوه.))

سرچينې زياته کړه چې د درېيو نورو ډوب شوو کسانو مړي لا هم له اوبو نه دي را ايستل شوي، خو په امو سيند کې يې د موندلو هڅې ورانې دي.

 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 351 تاريخ : شنبه 21 اسفند 1395 ساعت: 17:23