"د افغانستان – ترکمنستان وسپنې پټلۍ د دواړو هېوادونو لپاره مهمه اقتصادي پروژه ده"

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک،٨ ليندۍ ٩٥): اقتصاد پوهان او د افغانستان او ترکمنستان چارواکي د "ترکمنستان له  اتامراد امام نظر  څخه  د افغانستان تر اقينې"  پورې، د اسيا نړيواله اوسپنې پټلۍ د دواړو هېوادونو لپاره مهمه اقتصادي پروژه ګڼي.

د يادې پروژې کار، نن ترکمنستان کې بشپړ او د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شو؛ خو د يادې پټلۍ جوړولوکار نن په افغانستان کې پيل شو.

د راپورونو له مخې، د وسپنې يادې پټلۍ کار د ترکمنستان له "امام نظر" سيمې څخه پيل شوى چې لومړي پړاو کې ٣،٥کيلومتره د افغانستان په خاوره کې غځېږي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکو پړاوونو کې د يادې پټلۍ ٨٥کيلومتره د ترکمنستان په خاوره کې او څه باندې ٣٠٠ کيلومتره  يې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې وغځېږي.

د افغانستان  فوايد عامې وزارت د معلوماتو له مخې، د يادې پټلۍ رغنيزې چارې ترکمنستان هېواد ترسره کوي او ټاکل شوې ده چې راتلونکي کې ياده د وسپنې پټلۍ د فارياب ولايت اندخوى ښار ته وغځيږي.

د دې  وزارت مسوولينو ويلي، د يادې پټلۍ جوړولو کار په اټکليز ډول ٣٥٠ ميليونه ډالره لګښت ته اړتيا لري چې د اسيا پراختيايي بانک به يې تمويل کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني، د يادې پټلۍ د مراسمو په دويمه برخه کې چې د فارياب ولايت اقينې ولسوالۍ په مربوطاتو کې تر سره شوي و، د ترکمنستان ولسمشر خبرو ته په اشارې  چې يادو مراسمو کې يې ګډون درلود، وويل چې نن افغانستان مېلمه لري چې له ځان سره يې ارزښتمنه ډالۍ راوړې ده.

نوموړي، ياده پروژه کې د ترکمنستان له همکارۍ مننه وکړه او ويې ويل: "له تاسو او ملت څخه مو مننه چې پر افغان ولس ستر باور لري، د نن ورځې ډالۍ چې اقينه يې د اسيا نړيوالۍ وسپنې پټلۍ سره ونښلوله، د افغانستان او ترکمنستان نښلولو په برخه کې ستر ګام دى چې د ټولې اسيا لپاره يې اقتصادي فرصت رامنځ ته کړ، له مشرتابه مو مننه کوم چې ترکمنستان يې د اسيا پر سترې څلور لارې بدل کړ، ټولو هېوادونو لپاره د يو ښه ګاونډي هېواد په توګه څومره چې له دې پټلۍ څخه ګټه اخيستل کېږي، نو پر مټ  به يې زموږ زړونه او اقتصادي ژوند لاپسې سره نږدې شي."

د هغه په وينا، له يادې اورګاډي پټلۍ څخه په ګټې اخيستو به، افغانستان کې د نفتو، ګازو او داسې نورو وارداتي توکو بيې راټيټې شي.

غني د ترکمنستان ولس ته خطاب کې وويل: "د ترکمن باشي بندر کې ستر تاسيسات درته مبارک وايم، افغان سوداګر، پانګوال او دولت، ترکمن باشي له اسيا او اروپا سره د افغانستان نښلولو يواځينۍ لار بولي."

نوموړي وويل چې نن د افغانستان پخواني پاچا امان الله خان هيلې د پوره کېدو په حال کې دي.

د غني په وينا، امان الله خان غوښتل چې افغانستان بايد د وسپنې پټلۍ له لارې پر نښلوونکي هېواد بدل شي.

د افغانستان د فوايد عامې وزارت معلوماتو له مخې، افغانستان ته د ترکمنستان له هېواد څخه د وسپنې پټلۍ غځېدو سره،  دا درېيمه  د وسپنې پټلۍ ده چې هېواد کې غځېږي.

دا مهال د افغانستان وسپنې پټلۍ لويديځ کې د ايران له وسپنۍ پټلۍ او شمال کې د ازبکستان وسپنې پټلۍ سره نښلول شوې ده.

غني، يادو پرمختګونو ته په اشارې سره وويل: "زموږ موخه دا ده چې راتلونکو درېيو کلونو کې ټول افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې سره ونښلوو؛ بل ګام  شېرخان بندر- مزارشريف دى چې وروسته له هغه مزارشريف – هرات مو تر مطالعې لاندې نيولي دي، موخه دا ده چې چين او ايران سره وصل شي، همداراز نورې سترې پروژې هم تر لاس لاندې دي، افغانستان به د ترکمنستان په څېر د اسيا په څلور لار ې بدل کړو."

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان او ترکمنستان اقتصادي سياست دا دى، چې هر ګاونډى د خپلې سوکالۍ شريک ګڼي.

هغه زياته کړه: "له هيڅ ګاونډې هېواد سره ضديت نه لرو؛ په دې شرط چې هغوى د سيمه ييزو او ملي ګټو همغږي تر پښو لاندې نه کړي؛ نو ځکه مو نښلول غواړو نه جلا کول، همغږي غواړو نه بېلوالى، خپلو کې پرمختګ غواړو نه ترهګري او مرګ؛ څومره مو چې همکاري زياته شي، متقابله هوساينه هم ورسره زياتېږي."

د ترکمنستان ولسمشر قربانعلي بردي محمدوف په يادو مراسمو کې وويل، له شک پرته د وسپنې ياده پټلۍ نړيوال اهميت لري او د نړي لېږد رالېږد کچه به هم ورسره لوړه شي.

نوموړي زياته کړه چې د يادې پټلۍ رامنځ ته کول خورا اهميت لري چې نن دواړه هېوادونه دې بريا ته ورسېدل.

هغه وويل چې دا پټلۍ، د سيمې سياسي پرمختګ لپاره هم زيات اهميت لري، اوس به  نړيواله ټولنه ډېره هڅه وکړي چې سوېلي اسيا او سيمه کې تلپاتي سوله او امنيت ټينګ شي.

د نوموړي په وينا، د يادې  وسپنې پټلۍ  په جوړولو سره به د مرکزي اسيا او سوېلي اسيا ترمنځ سياسي اړيکي ورغېږي او اقتصادي پرمختګ به رامنځ ته شي.

هغه زياته کړه چې ترکمنستان د افغانستان اقتصادي پراختيا ملاتړى هېواد دى او ډاډه دى چې د دې وسپنې پټلۍ له لارې به افغانستان ته غوره اقتصادي او کاري موکې ور په برخه شي.

همداراز د ترکمنستان ولسمشر په وينا، هېواد به يې نږدې راتلونکې کې، د امنيت ټينګښت، بيارغونې او اقتصاد په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

نوموړي، د افغانستان ګازو نلليکې کار پيل د ترکمنستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ چې تېر کال د ليندۍ په مياشت کې په رسمي توګه پيل شو، په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره د ياد هېواد له همکاريو څخه وګڼله.

هغه وويل چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ، د سوداګرۍ کچه په ځانګړې توګه د افغانستان د ترکمنستان صادراتي برېښنا په برخه کې، زياته شوې او راتلونکې کې به نوره هم لوړه شي.

اقينه بندر کې د نن ورځې مراسمو په پاى کې، ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان ولسمشر  ته د وزيرمحمد اکبرخان مډال ډالۍ کړ.

د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد سيف الدين سيحون هم وويل چې د وسپنې ياده پټلۍ د افغانستان لپاره چې يو وارداتي هېواد دى، زيات اهميت لري او ښايي د افغانستان کرنيز محصولات او نور توکي د نړۍ بازارونو ته لار ومومي او د يادې پټلۍ له لارې زرګونو  افغانانو ته دکار موکې رامنځ ته شي.

د هغه په وينا، همداراز پروژې د دې لامل کېږي چې راتلونکې کې افغانستان په صادراتي هېواد بدل شي.

همداراز نوموړي وويل چې د وسپنې پټلۍ له لارې، له بېلابېلو هېوادونو سره د افغانستان نښلول، افغانستان پر يوه هېواد له اتکا څخه خلاصوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 302 تاريخ : دوشنبه 8 آذر 1395 ساعت: 23:45