په نړيواله کچه لومړنى پښتو کلتوري او سندريز پاډکاسټ خپور شو

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ١٣ لړم ٩٥): د پښتو ژبې نړيوال سندريز او کلتوري پاډکاسټ، چې ګڼ کلتوري توکي او خوندورې پښتو سندرې لري، له لندنه خپور او د کمپيوټر او موبايل ټېلفون له لارې په ټوله نړۍ کې اورېدونکو ته وړاندې شو.

دغه څرګندونې، په لندن کې مېشت افغان ليکوال ډاکټر اکبر، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

ده زياته کړه، دا پاډکاسټ (podcast) به په لومړيو کې له نيم ساعته تر يوه ساعته پورې خپرونه لري، چې د پښتو ژبې تکړه راډيويي وړاندې کوونکي او پرېزنټر به يې وړاندې کوي.

د پاډکاسټ اصطلاح د(iPod)  او (broadcast) خپرول د کلمو له ترکیبه جوړه شوې ده.

د هغه په وينا، د پاډکاسټ لومړني پروګرامونه په پېښور کې ډک شوي، چې د ګل او ګل څانګې په زړه راښکونکي غږ او پرېزينټېشن سنبال شوي دي.

دى وايي، د پروګرامونو دا لړۍ به ژره کابل او کندهار ته هم وغځېږي او بيا به له دې ښارونو نه هم ورته پروګرامونه جوړ او خپاره شي.

نوموړى زياتوي، له افغانستان او پاکستان سربېره، اوس په په ټوله نړۍ کې اورېدونکي کولى شي دا پروګرامونه په خپلو کمپيوټرونو او ګرځنده ټېلفونونو کې په دې (www.wuluszhagh.podbean.com) اړيکه واوري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 320 تاريخ : جمعه 14 آبان 1395 ساعت: 10:38