ولسمشر غني د جاپان سفیر ته د غازي وزیر محمد اکبرخان عالي دولتي مډال ورکړ

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٥): ولسمشر غني په افغانستان کې د جاپان سفیر ته د غازي وزیر محمد اکبرخان عالي دولتي مډال ورکړ.

له ارګ څخه د تلې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني نن مازیګر د افغانستان لپاره د جاپان سفیر ښاغلي  هیروشي تاکاهاشي سره چې د ماموریت موده یې پای ته رسېدلې وه، د مخه ښې کتنې پرمهال د نوموړي د خدمتونو او کوښښونو د قدرونې په موخه، هغه ته د غازي وزیر محمد اکبرخان عالي دولتي مډال ورکړ.

سرچينې زياته کړې، هیروشي تاکاهاشي د خپل ماموریت پرمهال د افغانستان او جاپان ترمنځ د ښو او هراړخیزو اړیکو په ټینګولو او پراخولو، مرستو جلبولو، تنظیمولو او رسولو کې نه ستړي کېدونکي او پرله پسې کوښښونه کړي دي.

ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د جاپان د مرستو او ملاتړد جلبولو په برخه کې د هغه له هلو ځلو مننه وکړه او په راتلونکو دندو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

تاکاهاشي له ولسمشر څخه د هغه د خدمتونو د تقدیر په خاطر د مډال ورکولو له امله مننه وکړه، په افغانستان کې یې د خپل ماموریت په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او وې  ویل، افغانستان به یې تل په یاد وي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : galavant,gsl aviation,gslv,galavanting, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 355 تاريخ : شنبه 24 مهر 1395 ساعت: 20:03