عبدالقيوم کوچى: د غزني د خلکو ستونزې به ولسمشر غني ته ورسوم

ساخت وبلاگ

غزني ښار (پژواک، ۲۲ تله ۹۵): د ولسمشر ځانګړي استازي د غزني له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دې ولايت ستونزې به ولسمشر غني ته ورسوي.

د ولسمشر اشرف غني ځانګړى استازى او د هغه تره عبدالقيوم کوچى له څو نورو چارواکو سره غزني ته راغلى و او په دې ولايت کې يې د چارواکو ترڅنګ له قومي مشرانو او علماوو سره وکتل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د غزني والي عبدالکريم متين وويل چې غزني يو تاريخي ولايت دى، نو مرکزي دولت بايد ورته پوره پاملرنه وکړي.

ده زياته کړه، په غزني کې بايد د بيارغونې کارونه ترسره شي، ترڅو خلکو ته د کار زمينې په برابرېدو سره د هغوى يو لړ ستونزې هوارې شي.

د هغه په وينا، دغه راز په دې ولايت کې بايد د نړۍ په کچه يو اسلامي پوهنتون جوړ شي.

د غزني د ولايت شورا مشر حميدالله نوروز وويل چې درې کاله غزني د پخواني ولسمشر له لوري لومړى درجه ولايت شو، خو په دې ولايت کې د درېيمې درجې ولايت چارې هم نه دي ترسره شوي.

دى وايي: "د غزني ادارې او امنیتي تشکیلات زیات کم او کمزوري دي، د دې ترڅنګ د بیارغونې په برخه کې ورته پوره پاملرنه نه ده شوې، ځوانان يې له بېکارۍ رنځ وړي."

د غزني امنيه قومندان جنرال امين الله امرخېل وويل: "د کورنيو چارو وزارت ورسره دوه ګونى چلند کوي او په غزني کې هېڅ عدالت نه پلى کوي."

ده زياته کړه، د کورنيو چارو وزارت يې څه باندې ٤٠٠ د پوليس تشکيل کم کړى چې په دې سره به په غزني کې ستونزې راپيدا شي.

هغه وايي: "د يو شمېر ولايتونو په پرتله په غزني کې جګړې زياتې دي او وسله وال طالبان يې قوي دي، د کوټې شورا يواځې شل لوړپوړي چارواکي د غزني دي، خو هغوى کوښښ کوي چې دې ولايت ته سقوط ورکړي، خو دا ارمان به يې پوره نه شي."

د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالقيوم کوچي بيا د غزني له خلکو سره ژمنه وکړه، چې يادې ټولې ستونزې به ولسمشر غني ته ورسوي.

د ده په وينا، د هېواد کورني او بهرني ځينې دښمنان نه غواړي چې هېواد مو پرمختګ وکړي او سوله راشي، خو بيا هم ولسمشر هڅه کوي چې په هېواد کې پوره سوله راشي.

هغه زياتوي: "د ولسمشر یواځینۍ موخه دا ده چې په هېواد کې اقتصادې حالت ښه او سوله راشي، که څه هم په وړاندې يې خنډونه پراته دي، خو موږ مطمین يو چې دا کسان به همداسې پاتې کیږي."

کوچي وويل، د ولسمشر زياته پاملرنه غزني ته ده چې په راتلونکې کې به په دې ولايت کې د پام وړ کارونه ترسره شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 321 تاريخ : پنجشنبه 22 مهر 1395 ساعت: 11:51