ولسمشر غني: ولسوالۍ بايد د دښمن له ګواښه خوندي وي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٤): ولسمشر اشرف غني وايي چې د افغانستان ولسوالۍ باید د دښمن له ګواښونو خوندي وي؛ ځکه د حکومت موخه د ولس خوندیتوب او  ارامي ده.

دغه ټکى ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د کندهار، هلمند، زابل، بامیان، غور او بادغیس ولایتونو د ولسوالیو د ملي امنیت له مدیرانو سره په کتنه کې په ارګ کې وکړې.

د ولسمشر د رسنيو له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې زياته شوط چې اشرف غني د ملي امنیت منسوبینو ته په خطاب کې وویل((تاسو د وصل نقطه یې؛ ځکه دولت ستاسو د معلوماتو پر اساس پرېکړې کوي، څومره چې دغه معلومات دقیق وي، هغومره به د دولت پرېکړې هم ګټورې وي.))

هغه ټینګار وکړ چې د ښارونو او په لویه کې د هېواد ثبات او بې ثباتي په ولسوالیو پورې تړلي دي، که ولسوالۍ امن شي، نو ښارونه او لویې لارې ورسره باثباته او خوندي کېږي. تر څو چې سرحدي ولسوالۍ امن نه شي، نو هېواد له امنیتي پلوه نه خوندي کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند سيمه ييز چارواکي نن وويل چې د ياد ولايت خانشين ولسوالۍ وسله والو مخالفينو  لاس ته لوېدلې چې په ترڅ کې یې څلور پوليس وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.

 

ولسمشرغني په دې کتنه کې وويل: ((زموږ جنګ د باطل پر ضد د حق مبارزه ده او باید دغه جنګ وګټو؛ ځکه موږ د راتلونکو نسلونو لپاره مبارزه کوو، راتلونکي نسلونه ستاسو د هڅو، مبارزو او سرښندنو له برکته خوندي کېدای شي، نو له دې امله باید د خپل کار ارزښت درک کړئ.))

په دې کتنه کې د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست مسعود اندرابي د یاد ریاست له لوري د ملي امنیت د مدیرانو، امرینو او منسوبینو د وړتیاوو لوړولو په موخه د جوړ شوي سیمینار په هکله خبرې وکړې.

هغه وويل چې په یاد سیمینار کې د ملي امنیت د منسوبینو د ظرفیتونو د لوړولو تر څنګ د ولسوالیو د ملي امنیت له مدیرانو سره د دوی د ارقامو د ارزښت، صحت او کره والي په هکله هم بحث وشو او دوی ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به لا ډېر دقت او توجه وکړي.

وروسته د غور د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د ملي امنیت  مدیر او د کندهار اطرافي مدیر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او ويې ویل چې په سیمینار کې یې د وسله والو مخالفينو د پټنځایونو او د تګ راتګ د لارو د تشخیص، له علماوو، مخورو او خلکو سره د ګډ کار په هکله ډېر څه زده کړل.

دوی همدارنګه په ولسوالیو کې د ودانیو د نشتوالي، د مقرریو، ترفیعاتو، په ولسوالیو کې د ملي امنیت منسوبینو د ظرفیتونو او په نورو برخو کې شته ستونزې یادې کړې او غوښتنه یې وکړه چې د شایسته سالارۍ د اصل په اساس دې د مجازاتو او مکافاتو میکانیزم رامنځته شي.

ولسمشر غني په ولسوالیو کې د ودانیو د کمبود ستونزو ته په اشارې وویل چې سږ کال په ځینو ولسوالیو کې کمپلکسونه جوړېږي چې په کرار کرار به د ټولو ولسوالیو د ودانیو د کمبود ستونزې حل شي.

هغه د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د یو شفاف میکانیزم په اساس دې د بستونو ارتقا او د ملي امنیت د منسوبینو ترفیعاتو ته پاملرنه وشي. څوک چې وظیفوي غفلت او ناغېړي کوي باید د اصولو په اساس مجازات او هغوی چې زحمت باسي او شپه ورځ صادقانه مبارزه کوي هغوی باید تقدیر شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 214 تاريخ : سه شنبه 25 اسفند 1394 ساعت: 16:08