ولسمشر غني : کندز کې امنیت، مسوولیت او مشارکت غواړو

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ١٩ تله ٩٥): ولسمشر غني د کندوز له مشرانو سره په کتنه کې ويلي، لومړى بايد د دې ولايت وضعيت ته بدلون ورکړل شي او بيا به د دې ولايت د مسوولينو په برخه کې د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبيق شي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د کندوز ولایت له یو شمېر مشرانو، علماوو، د ولایتي شورا استازو، متنفذینو او ځوانانو سره په ارګ کې وکتل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې د کندوز د ولسي شورا رئیس انجنير محمد دین همدرد، د کندوز د ولایتي شورا غړې کریمې صادقي، څارنوال مقتدر فروزانفر او حمیدالله هوتک د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.

 یادو استازو د کندوز د وروستیو ناامنیو، خلکو ته د اوښتو زیانونو او د بې ځایه شویو کورنیو د ستونزو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل او وې ویل، د دې ولایت د مسوولینو په برخه کې دې د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبیق شي او هغوی چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې بې غوري کړې، قانوني چلند دې ورسره وشي.

هغوی زیاته کړه، په کندوز کې د دغه وړ پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره دې اهل کسان په دندو وګومارل شي او عادي حالت ته د وضعیت د ګرځولو لپاره دې جدي اقدامات وشي.

دوى له حزب اسلامي سره د سولې مذاکراتو په بریالیتوب کې د ولسمشر هڅې او پاملرنه وستایله او له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

د خبرپاڼې په حواله، ورپسې ولسمشر له هغوی څخه له دې امله مننه وکړه، چې د کندوز د خلکو ستونزې یې په وضاحت ورسره شریکې کړې او همدارنګه یې په دې ولايت کې د وروستیو جنګونو د وژل شويو کسانو په حق کې دعا وکړه او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه.

غني وویل، د حکومت د رهبري لومړۍ درجه توجه کندز ته ده او امنیتي او دفاعي ځواکونه کوښښ کوي، چې په دقت او ملکي وګړو ته له هر ډول زیان اوښتلو پرته د کندز ښار او اړوندې سیمې د دښمن له شتون څخه پاکې کړي، په همدې موخه تازه دمي ځواکونه دې ولايت ته استول شوي دي.   

د ده په وينا، لومړی باید جهت او وضعیت ته بدلون ورکړو، بیا د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبیق کړو.

هغه زیاته کړه، ثبات په بې ثباتۍ نه، بلکې په اصلاحاتو راځي، په ملکي او نظامي برخو کې پراخه اصلاحات راوړو او د بنیادي اصلاحاتو په برخه کې د ولس ملاتړ حتمي  دی، ځکه جنګ او سوله له اصلاحاتو پرته نه شو ګټلی.

ولسمشر وايي: کندز کې امنیت، مسوولیت او مشارکت غواړم او د کندوز غږ ملي غږ دی او دا غږ ټول ملت ته ورسوئ.

د نوموړي په خبره، دښمن غواړي چې په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې له افغانستان سره په نظامي او ملکي برخو کې د نړیوالو شوې ژمنې او مرستې تر پوښتنې لاندې راولي.

محمد اشرف غني د کندوز ولایتي شورا غړو څخه وغوښتل، چې په کندوز کې د وړو او منځنیو پروژو د تطبیق په برخه کې همکاري وکړي.

هغه څرګنده کړه، په کندوز کې د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره حد اقل ۹۰ میلیون ډالر موجود دي، مګر د معقول او موثر مصرف په برخه کې یې د دې ولايت د ولسونو او مدني بنسټونو همکاري حتمي ده.

ولسمشر وویل، کندوز کوچنی افغانستان او د ملي یووالي نمونه ده.

هغه په ټینګار وویل، په کندوز کې د ستونزو داخلي عوامل باید تشخیص او د ولس په همکاري له منځه یوړل شي.

نوموړي له یادو مشرانو وغوښتل چې د کندز په اړه واضح، کندوز شموله او معقوله طرحې او وړاندیزونه په لیکلي شکل جمهوري ریاست سره شریک کړي.

دى زياتوي، اعظمي کوښښ مو د کندوز ثبات او د امنیت تامین دی. د کندوز د خلکو ستونزې درک کوو او د دغه ولایت  بې ځایه شویو سره د مرستې په موخه ۷۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي چې دا لړۍ به ادامه ولري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 314 تاريخ : دوشنبه 19 مهر 1395 ساعت: 18:29