نړیوالې ټولنې افغانستان سره د ۱۵،۲ ملیارده ډالرو مرستو ژمنه وکړه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۹۵): نړیوالې ټولنې د بروکسل په کانفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان د ۱۵،۲ میلیارده ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د ۷۰ هیوادونو او ۲۰ نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون دافغانستان په اړه د بروکسل نړیوال کانفرانس په بلجیم کې پای ته ورسید.

ددغه کانفرانس په پای کې د اروپایي اتحادیې د پرمختیایي چارو کمشنرې نیوین مینیکا په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د کانفرانس ګډونوالو له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ۱۵،۲ میلیارده ډالرو مرستو ژمنې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، چې دا مرستې له هغو مرستو څخه زیاتې دي، چې په ۲۰۱۲ کال کې د توکیو کانفرانس پر مهال یې ژمنې شوې وې.

بلخوا د بروکسل کانفرانس لخوا په ۳۷ مادو کې خپره شوې ګډه اعلامیه کې هم د یادو مرستو یادونه شوې او له ټولو هغو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه مننه شوې، چې په دې مرستو کې یې ونډه اخیستې.

د راپورونو له مخې د بروکسل په کانفرانس کې هندوستان یو میلیارد، المان یو میلیارد، بریتانیا یو میلیارد، ترکیې ۶۰۰ میلیونه، پاکستان ۵۰۰ میلیونه، ډنمارک  ۲۶۰ میلیونه، سعودي عربستان ۱۰۰ میلیونه ډالر اعلان کړیدی.

 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 269 تاريخ : چهارشنبه 14 مهر 1395 ساعت: 19:43