اروزګان او ننګرهار کې له کډوالو سره مرستې وشوې

ساخت وبلاگ

ترينکوټ- جلال اباد (پژواک، ١٤ تله ٩٥): په اروزګان ولايت کې د جګړو له امله پر بېځايه شوو کورنيو او ننګرهار ولايت ته راستانه شوو کډوالو سره مرستې وشوې.

اروزګان مرکز ترينکوټ کې د  وروستيو جګړو له امله تر پنځه زره زياتې کورنۍ له خپلو کورونو وتلې او هر څه يې کورونو کې پرېيښي دي.

د دغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس عصمت الله فيض پژواک ته وويل چې اوسمهال ۲۰۰ بېځايه شوو کورنيو ته خوراکي او غير خوراکي توکي ورکوي او په پلان کې لري ٣٠٠ نورو ته یې هم ژر ورکړي.

هغه زياته کړه چې د يوې سروې له مخې يې بېځايه شوې کورنۍ په نښه کړي او د مرستو دا لړۍ به وغځوي.

د اروزګان د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادمزی وايي په دغه ولایت کې له بېځايه شوو کسانو سره مرستې که څه هم بسنه نه کوي خو زياتوي چې د نورو مرستو جلبولو هڅې کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې اروزګانيان سختو حالاتو ډېر ځپلي او اساسي غوښتنه يې دا ده چې په دغه ولايت کې عمليات ترسره شي، تر څو خلک خپلو کورونو ته ستانه شي.

خادمزي پر نورو مرستندويه موسساتو هم غږ وکړ چې د اروزګان له بې ځايه شوو کورنيو  سره مرستې وکړي.

د سليم په نامه يوه بې ځايه شوي له مرستو مننه وکړه‌ خو ويې ويل چې دوى د مرستو تر څنګ امنيت ته اړتيا لري، څو خپلو کورونو ته ستانه شي.

د يو بل خبر له مخې، ننګرهار ولايت ته له پاکستانه پر راستانه شوو ٨٢ کورنيو خېمې ووېشل شوې.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دا مرستې د کډوالو چارو رياست له خوا د ناروې د موسسې (اېن ار سي) په مرسته وېشل شوې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 309 تاريخ : چهارشنبه 14 مهر 1395 ساعت: 9:46