سيمه ييزې سرچينې: طالبانو د کندوز ښار ځينې برخې نيولې دي

ساخت وبلاگ

کندوز، کابل ( پژواک، ١٢ تله ٩٥): کندوز کې سيمه ييز چارواکي وايي چې طالبانو ښار ته  په رسېدو سره، د ښار مرکزي چوک نيولى او خپل بېرغ يې پرې ځړولى دى.

طالبانو نن سهار له څو استقامتونو څخه پر کندوز ښار حمله وکړه چې د سيمه ييزې سرچينې په وينا، له امله يې يو کس وژل شوى او ٣٥ نور ملکي کسان ټپيان شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو نن مازديګر د کندوز ښار اصلي چوک نيولى او خپل بيرغ يې هلته پورته کړى دى.

فيسبوک کې يو شمېر خپاره شوي انځورونه ښيي چې طالبان د ښار مرکزي چوک ته رسېدلي او خپل بيرغ يې اوچت کړى دى.

د پژواک خبريال چې د جګړې د دوام له امله د کندوز هوايي ډګر ته تللى ، وويل چې يو شمېر سيمه ييز مسوولين او د ولايتي شورا ځينې غړي هوايي ډګر ته راغلي .

هغه يادونه وکړه چې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي او جګړه روانه ده؛ خو تر اوسه د والي، امنيه قوماندان او ملي امنيت رييس د اوسېدو ځاى ناڅرګند دى او سيمه ييز مسوولين حاضر نه دي څو په دې اړه خبرې وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دى څرګند کړى.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 277 تاريخ : دوشنبه 12 مهر 1395 ساعت: 11:01