شاهین اسمایي د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۹ تله ۹۵): د کابل د شاهین اسمایي لوبډلې د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو پای لوبه کې د کندهار د میونداتلانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.

دا لوبه نن دتلې به ۹مه، ترغرمې وروسته د کابل د فوټبال په لوبغالي کې ترسره شوه.  ددې سیالیو پای لوبې ته د میوند اتلان او د شاهین اسمایي لوبډلو لاره موندله وه.

د لوبې په نیمایي برخه کې هیڅ یوې لوبډلې ګول ونه وهلو او لوبه مساوي وه، خو د لوبې دویمې برخې پیلیدو سره سم دواړو لوبډلو تیزه لوبه پيل کړه او هر یوې د ګول وهلو هڅه کوله.  د لوبې په ۵۱مه دقیقه کې د میوند اتلانو لوبغاړي تیروتنه وکړه، چې له امله یې د شاهین اسمایي لوبغاړی امر الدین شریفي په پنلټي شوټ لومړی ګول ووهلو.

درې دقیقې وروسته د میوند اتلانو له لوري  هم په پنلټي یواځینې ګول سید ابراهیمي ووهلو او لوبه یې برابره کړه.

د لوبې په اوه پنځوسمه دقیقه د شاهین اسمایی شریفي دویم ګول ووهلو او لوبه یې دوه پر یو کړه او دا تر اخره پورې پاتې شوه او په بای کې د شاهین اسمایي لوبډلې ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.

د لوبې په بای کې د اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمیر نورو چارواکو لخوا پر لوبغاړو او لوبډلو کپونه او مډوالونه وویشل شول.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : شاهین اسماعیل دوست, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 272 تاريخ : جمعه 9 مهر 1395 ساعت: 11:28