پاکستان د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون هرکلی وکړ

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۴ تله ۹۵): پاکستان د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي ګوند ترمنځ د سولې د تړون هرکلی کړی دی.

د سولې پر دغه تړون تیره اونۍ په کابل کې د افغانستان د دولت، سولې شورا او حزب اسلامي د مرکچي پلاوي ترمنځ لاسلیک وشو.

پاکستان د سولې ددې تړون هرکلی کړی دی.

 په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا د تلې په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې هیله څرګنده کړې، چې دې تړون سره په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شوې.

سرچینې زیاته کړې : (( موږ  دافغانانو په مشرۍ د سولې له ریښتینې پروسې ملاتړ کوو، ځکه چې دافغانستان خلک سولې ته اړتیا لري .))

د پاکستان سفارت ویلي، هیواد یې د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی ، ځکه چې دافغانستان سولې د سیمې او پاکستان په ګټه دی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 240 تاريخ : يکشنبه 4 مهر 1395 ساعت: 10:57