جوزجان کې ناپېژاندو وسله والو يو تعويذ ليکونکى وژلى

ساخت وبلاگ

شبرغان (پژواک ٢٨ وږى ٩٥): ناپېژاندو وسله والو د جوزجان ولايت په شبرغان ښار کې يو تعويذ ليکونکى ملا وژلى دى.

د جوزجان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد تعويذ ليکونکى غلام محي الدين نومېږي او د دې ولايت په شبرغان ښار کې يې ژوند کاوه او نن سهار د دې ښار په صوفي کلا کلي کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، ياد ٦٥ کلن ملا چې مړى يې نن سهار د صوفي کلا کلي په اړونده سيمه کې پيدا شوى، د تومانچې په ډزو سره وژل شوى او په دې اړه د پوليسو له لوري څېړنې پيل شوې دي، خو تر اوسه پورې د قتل عاملين نه دي پېژندل شوي.

د جوزجان امنيه قوماندانۍ امنيت امر وويل: "تر اوسه نه ده معلومه چې ياد سړى د چا له لوري او له څه امله وژل شوى، خو ډېر احتمال شته چې ياد سړى به د شخصي تربګنيو له امله وژل شوى وي."

د شبرغانو ښار يوه اوسېدونکي نور حسن وويل، ياد تعويذ ليکونکي له چا سره دښمني نه درلوده.

هغه زياته کړه: "ياد ملا د تعويذ ليکلو بوختيا ترڅنګ، د فلزکاري کسب هم کاوه او نوموړي داسې عمر نه درلود چې له چا سره دښمني وکړي او په ظاهري ډول ډېر ښه انسان و."

د جوزجان د عامې روغتيا مشر ډاکټر فريدون حبيب وويل، پوليسو نن سهار لس بجې يو مړى روغتون ته د معاينو لپاره راوړى و، چې ډاکټرانو له معاينو وروسته وموندله چې ياد کس په يوې مرمۍ په ټنډه لګېدلى و او له همدې امله مړ شوى دى.

هغه زياته کړه، د وژل شوي کس د بدن په نورو برخو د وهلو او ټکولو نښې نه دي ليدل شوي او مړى يې سالم و، چې له معايناتو وروسته خپلوانو ته وسپارل شو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 333 تاريخ : يکشنبه 28 شهريور 1395 ساعت: 12:19