هند له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٥): هند له افغانستان سره د يو ميليارد ډالرو مرستو د اعلان تر څنګ د بنديانو د تبادلې، د سوداګرۍ د عدلي او قضايي سيستم او فضايي ټکنالوجۍ په برخو کې د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.

دغه څرګندونې د ولسمشر وياند هارون چخانسوري نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال هند ته د ولسمشر محمد اشرف غني د دوه ورځني سفر د لاسته راوړنو د يادونې په ترڅ کې وکړې.

اشرف غني هند ته دوه ورځنى رسمي سفر درلود چې په ترڅ کې يې هند له افغانستان سره د ښوونې او روزنې، برېښنايي حکومتوالۍ، زېربنا او نورو برخو کې يو ميليارد ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د ولسمشر وياند وويل، په دې کتنه کې د افغانستان او هندوستان مشرانو د اقتصادي همکاريو، د سيمې د امنيت او ثبات، له افغانستان سره په انکشافي برخه کې د هندوستان د مرستو د څرنګوالي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د لا پراختيا په هکله خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، د هند دغه ژمنه شوې مرستو يو برخه به په هېواد کې په حرفوي زده کړو ولګوي، ترڅو په بېلابېلو برخو کې په ورځنيو معيارونو سنبال کدرونه وروزي او کاري فرصتونه ورته ايجاد شي.

دی زياتوي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له هند سره د بنديانو د تبادلې، د عدلي او قضايي سيستم په ځانګړي ډول د تجارتي محاکمو په بخش کې د همکاريو او د فضايي تکنالوژۍ په برخه کې د همکاريو او مرستو هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

هغه زياته کړه: "ولسمشر د صادراتو په برخه کې هندي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول او په دې برخه کې پر يوې ګډي کارګو کمپنۍ باندې هم بحث وشو او وړانديز دا و، چې د افغانستان او هند خصوصي سکتور په ګډه سره کار وکړي، ترڅو وکړای شو په ګډه کارګو کمپنۍ رامنځته کړو."

هغه زياته کړه، د يادې کارګو کمپنۍ له لارې به د افغانستان مېوې او نور صادرېدونکي توکي هندوستان او له هغه ځايه به افغانستان ته اړين توکي راوړل شي.

دغه راز چخانسوري وويل، افغان ولسمشر د هند د خصوصي سکتور له استازو غوښتي چې د باکيفيته درملو د پنځو هندي کمپنيو پروپوزل افغانستان حکومت ته وسپاري، ترڅو افغانستان له همدې کمپنيو درمل وپېري.

هغه وويل: "هند په سيمه کې باکيفيته درمل توليدوي چې د يو شمېر امريکايي او اروپايي هېوادونو په پرتله ۶۰ سلنه ارزانه بيه لري او په لومړي ځل به افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو لپاره له همدې يادو معتبرو کمپنيو درمل وپېرو."

دی وايي، افغانستان به وکړی شي له دې لارې باکيفيته او ارزانه درمل ترلاسه کړي.

چخانسوري وايي، افغان ولسمشر له هندي چارواکو سره د ليدنې پر مهال په سيمه او نړۍ کې ترهګري يو منځمهال تهديد وباله او ويې ويل: "که غواړو چې د دې تهديد پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړو، نو د نړۍ په ځانګړي ډول د سيمې په کچه عمومي اجماع ته اړتيا ده، چې بدون له استثنا ټول بايد په دې اجماع کې هم مهاله تګلارې ولري، ترڅو د تروريزم پر وړاندې په ښه ډول مبارزه وشي."

چخانسوري له حزب اسلامي سره سولې د مذاکراتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "له حزب اسلامي سره د سولې په مذاکراتو کې ډېر پرمختګ شوی، چې پخوا يې هېڅکله هم دومره پرمختګ نه و کړی، مذاکرات نهايي کېدو ته ډېر نږدې دی او په نږدې راتلونکې کې به مذاکرات نهايي او توافقنامه به امضا شي."

هغه زياته کړه، دا به افغانستان د خلکو لپاره يو زېری وي چې د بين الافغاني مذاکراتو  مثبته پايله لرله.

دی زياتوي: "د سولې دروازې هغه چا ته چې له شرارت څخه لاس اخلي، خلاصې دي او څوک چې شرارت او انسان وژنې ته دوام ورکوي، د هغو پر وړاندې به د دولت له ځواب سره مخامخ شي."

هند تر دې مخکې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 279 تاريخ : پنجشنبه 25 شهريور 1395 ساعت: 13:10