کابل(پژواک،٢٤وږى٩٥): د هند لومړى وزير وايي چې هېواد به یې له افغانستان سره د ښوونې او روزنې، برېښنایي حکومتوالۍ، زیربنا او نورو برخو کې یو میلیارد ډالر مرسته وکړي.
دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي دي چې د افغان ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه د وږي٢٤مه پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني د يو دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې نن سهار هندوستان ته ورسيده.
د همدې سفر په ترڅ کې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او هندوستان مشرانو د اقتصادي همکاریو، د سیمې د امنیت او ثبات، له افغانستان سره انکشافي برخه کې دهندوستان د مرستو د څرنګوالي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا په هکله خبرې وکړې.
ولسمشر غني له افغانستان سره د هندوستان د همکاریو مننه وکړه او د هندوستان په مالي مرسته د افغان – هند دوستۍ (سلما) بند، دلارام – زرنج سرک ، د ملي شورا ودانۍ، ستوري ماڼۍ او چاه بهار بندرجوړول یې له افغانستان سره د هند د مرستو غوره بېلګې وبللې.
غني له افغانستان سره د هند مرستې او همکارۍ له دې پلوه ګټورې وبللې چې د افغانستان د خلکو د ژوند په ښه والي او مثبت بدلون کې عمده رول لري.
دغه راز د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي وویل، هېواد به یې له افغانستان سره د ښوونې او روزنې، برېښنایي حکومتوالۍ، زیربنا او نورو برخو کې یو میلیارد ډالر مرسته وکړي.
هغه وويل چې دا به د پروژې په شکل نه، بلکې د افغانستان د ملي انګشافي پروګرامونو له مخې لګول کېږي او د وزیرانو په کچه به یې د موثر مصرف په جزییاتو کار وشي.
جمهور رئیس غني او د هند لومړي وزیر مودي ترهګري د سیمې لپاره ګډ خطر وباله او ټينګار یې وکړ، چې د سیمې هېوادونه دې له استثنی پرته د ترهګري د له منځه وړلو او د سیمې د امنیت او ثبات د تامین او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ګډه مبارزه وکړي.
محمد اشرف غني هندوستان د افغانستان د ښه دوست په توګه یاد کړاو زیاته یې کړه، د افغانستان او هند دوستي به دوامداره وي، ځکه بنسټ یې د دواړو دولتونو پر ګډو ګټو او ښو مناسباتو ولاړ دی.
هغه زیاته کړه، له افغانستان سره د هند دوستي واقعي او عملي دوستي ده.
له دغې کتنې وروسته د جمهور رئیس غني او د هند د لومړي وزیر مودي په حضور کې د دواړو هېوادونو مقاماتو د افغانستان او هندوستان تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو درې موافقتنامې تبادله کړې.
په دې موافقتنامو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د مجرمينو استرداد، په سوله ييزه فضا کې دوه اړخيزه بيروني همکارۍ او په قضايي برخو کې د همکارۍ موافقتنامې شاملې دي.
د يادونې وړ ده چې ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د ترانسپورټ وزیر محمدالله بتاش، د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري او د جمهور رئیس ویاند محمد هارون چخانسوري ملګرتیا کوي.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 294 تاريخ : چهارشنبه 24 شهريور 1395 ساعت: 8:41