غني: د خوړو نړيوال پروګرام دې زموږ د کروندګرو محصولات وپېري

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٩ وږى ٩٥): ولسمشر وايي، په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام تمرکز باید د کروندګرو په محصولاتو وي، نه پر بهرنیو غذايي وارداتو.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړيوال پروګرام له اجرايي مسوولې مېرمن ارتارین کازین او مل پلاوي سره په ارګ کې، وکتل.

ولسمشر د خوړو نړيوال پروګرام له مسوولینو څخه له دې امله چې افغانستان ته یې سفر کړی، مننه وکړه او ويې ویل، تر دې مخکې د خوړو نړيوال پروګرام لازم موثریت نه درلود، خو دا مهال د دغه بنسټ په پروګرامونو کې مثبت بدلون راغلی او ټینګار یې د کار پر موثریت دی.

ده زياته کړه، په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام تمرکز باید د کروندګرو په محصولاتو وي، نه پر بهرنیو غذايي وارداتو؛ دا بنسټ دې د کروندګرو محصولات وپېري، ځکه دا زموږ کروندګرو سره مرسته کوي چې د حاصلاتو ظرفیت یې زیات شي.

ده څرګنده کړه، دولت په پلان کې لري چې د اوبو زیات بندونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپاري، په دې کار سره د افغانستان اوبه مدیریت کېږي او د کروندګرو حاصلات زیاتوي.

نوموړي د یاد بنسټ له مسوولینو وغوښتل چې کروندګرو سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د چرګانو فارمونو او د کرنیزو محصولاتو په پروسس کې همکاري وکړي، چې له کروندګرو څخه په ملاتړ په ځانګړي ډول د کرنیزو محصولاتو د پېرلو په برخه کې به د زراعت په بازار کې د پام وړ ښه والی راشي.

غني هېواد ته د راستنېدونکو د ستونزو په اړه وویل، ډېری راستانه شوي ښارونو ته نږدې ژوند کوي، چې کار ته اړتیا لري. هغوی ته باید د کرنې او زراعتي محصولاتو د پروسس په برخه کې د کار زمینه برابره شي.

د ده په وينا، په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو زېرمې باید جوړې شي، ترڅو له دې لارې د کروندګرو د محصولاتو لپاره بیمه رامنځته شي.

هغه ټینګار وکړ، غذایي مصوونیت د افغانستان دولت له لومړیتوبونو څخه دی.

ولسمشر وویل، د زراعت سکتور په ترویج او پیاوړتیا کې د زراعت پېشه ښځو رول مهم دی او په عمده کرنیزو برخو کې د بزګر پوهه باید زیاته شي.

هغه زیاته کړه، د بزګرو غوښتنو ته باید رسیدګي وشي او لازم غذایي خونديتوب رامنځته شي.

اشرف غني لوژستیک او د کرنیزو محصولاتو د پروسس برخه کې د یاد بنسټ رول مهم وباله او ويې ویل، دا بنسټ د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې ښه موثریت لري او په دې برخه کې یې د هغوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.

جمهور رئیس زیاته کړه، د افغانستان دولت او د ملګرو ملتونو سازمان  د خوړو نړیوال پروګرام د دوو شریکانو او همکارانو په توګه په یوه مشترک هدف کار کوي، ترڅو پایدار غذایي لیدلوری او مصوونیت تامین او رامنځته شي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې کتنه کې د خوړو نړیوال پروګرام اجرایي رئیسې د غذایي او کرنیزو پلانونو په تطبیق کې چې د دې بنسټ پلانونو سره مطابقت لري، له ولسمشر غني پاملرنې څخه مننه وکړه.

هغې وویل، یاد بنسټ په لنډ مهال او منځ مهال کې پایدار ستراتیژیکو پلانونو سره په غذایي مصوونیت زیات تمرکز لري.

دې زیاته کړه، د غذا نړیوالې برنامې زیات تمرکز په فقیر قشر دی، ترڅو هغوی ته د شغل او پایداره اقتصادي ودې زمینې برابرې کړي.

مېرمن کازین زیاته کړه، موږ کوښښ کوو د موثرو برنامو په تطبیق سره بیړنۍ مرستې په مناسبه توګه برابرې کړو.

د خوړو نړیوالې برنامې اجرایي رئیسې وویل، دا بنسټ تیار دی چې د افغانستان غذایي ملي پلانونو مطابق په دې هېواد کې خپلې برنامې مخته یوسي، چې له دې لارې پایدار غذایي مصوونیت او د شغل ښې زمینې هم ایجاد شي.

په پای کې ولسمشر په افغانستان کې د هغه بنسټ له همکاریو څخه مننه وکړه او ويې ویل، موږ ګډ کار ته اړتیا لرو، ترڅو په موثره توګه د غذایي ملي پلانونو په تطبیق سره په دې برخه کې شته ستونزې حل شي.

غني هغوی ته وویل، یو تخنیکي ټیم به موظف کړي، چې په مشترکه توګه د خوړو نړیوالې برنامې تخنیکي برخې په پلانونو او د هغو په موثر تطبیق کار وکړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 196 تاريخ : چهارشنبه 10 شهريور 1395 ساعت: 4:31