"افغانستان ته ډېر درمل په قاچاق راوړل کېږي"

ساخت وبلاگ

کندهار (پژواک، ٨ وږى ٩٥): د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي، له ګاونډيو هېوادونو سره د خلاصو پولو له امله ډېرى درمل په قاچاقي توګه افغانستان ته راوړل کېږي چې هغوى يې د کنټرول لپاره هلې ځلې کوي.

دغه څرګندونې د ياد وزارت مرستيالې ډاکټر ناجيه طارق کندهار ته د خپل سفر پر مهال له خبريالانو سره په خبرو کې وکړې.

ډاکټر ناجيه طارق پژواک خبري اژانس ته وويل، کندهار ته يې د دې لپاره سفر کړى چې دغلته روغتيايي خدمات و ارزوي او په دې برخه کې د دولتي او خصوصي سکتور تر منځ همغږي راولي.

هغې زياته کړه، بنسټيزه موخه دا ده چې څنګه کولاى شو دغلته روغتيايي خدمات ښه کړاى شي.

د دې په خبره، د همدې لپاره يې د کندهار تر څنګ د هلمند، اروزګان، زابل او نيمروز ولايتونو د روغتيا رياستونو رييسان او د خصوصي روغتيايي مرکزونو مسوولين راغوښتي، څو له هغوى سره پر شته ستونزو او د خدماتو پر معياري کېدو خبرې وشي.

دا وايي: ((موږ هڅه کوو چې د دولتي او خصوصي روغتيايي مرکزونو خدمات همغږي کړو او په پر له پسې توګه له دغه پلان څخه څارنه وکړو.))

دې ومنله چې د خصوصي سکتور اړوند روغتيايي مرکزونه د خدماتو په وړاندې کولو کې ستونزې لري چې هغوى يې د معياري کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

مېرمن طارق د دې تر څنګ د درملو پر کيفيت، د واردولو او ساتلو پر اوسني ډول هم نيوکه وکړه او ويې ويل، له بده مرغه ډېر درمل له قاچاقي لارو راوړل کېږي؛ ځکه له ګاونډيو هېوادونو سره د هېواد پولې خلاصې دي.

د دې په خبره، درمل د يخچال لرونکو موټرو پر ځاى په عادي موټرو کې راوړل کېږي او دغه راز په ګودامونو او درملتونونو کې په معياري ډول نه ساتل کېږي چې ډېر مهال تودوخه او نور موسمي حالات يې کيفيت ته زيان اړوي.

خو دې خبر دارى ورکړ چې د درملو د کيفيت د کنټرول په برخه کې به څارنه سخته کړي او دغلته به يو داسې لابراتوار فعالوي چې د درملو او خوراکي توکو تجزيه په کې وکړاى شي او له دې لارې يې کيفيت کنټرول شي.

هغې وويل، له ماليې وزارت سره به د دغه لابراتوار د تشکيل، تجهيز او اکمال په موخه خبرې وکړي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل چې په دې ولايت کې د روغتيا په برخه کې ستونزې ډېرې دي، روغتياپالان او روغتيايي مرکزونه کم دي چې له امله يې د دې ولايت له شاوخوا ٢ ميليونه نفوس څخه يوازې ٤٠ سلنه روغتيايي خدماتو ته لاسرسى لري.

هغه دغه راز يادونه وکړه چې د کندهار ميرويس روغتون د حوزې په کچه فعاليت کوي چې هره ورځ په زرګونو ناروغان، د جګړې او ټرافيکي پېښو ټپيان ورته راوړل کېږي، په داسې حال کې چې دغه روغتون د تشکيل او بسترونو له کمښت سره مخامخ دى.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د دغه روغتون تشکيل دې زيات کړاى شي او دغه راز دې د ٣٥٠ بسترونو شمېر ٦٠٠ ته لوړ کړاى شي.

عزيزي وويل، په دغه ولايت کې په نسايي او ولادي برخه کې هم ستونزې شته او د ميرويس حوزوي روغتون اړوند د نسايي او ولادي څانګه ټولو ناروغانو ته رسيدګي نه شي کولاى، په کار ده په دغه ولايت کې نسايي او ولادي ځانګړى روغتون جوړ شي.

په کندهار کې ټولټال ٩٧ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي چې ١٤ يې په شخصي پانګونه جوړ شوي.

له دې ډلې د کندهار د اوولسو ولسواليو په کچه ٥٠ دولتي او ٢ شخصي روغتيايي مرکزونه فعاليت لري، چې د چارواکو او خلکو په وينا کافي نه دي.

 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 181 تاريخ : دوشنبه 8 شهريور 1395 ساعت: 15:40