پر افغان امریکایي پوهنتون برید کې تر اوسه یو تن وژل شوی ۲۵ تنه ټپیان شوي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۳ وږی ۹۵): د کابل پر افغان امریکایي پوهنتون کې د وسله والو مخالفینو په ډله ییز برید کې تر اوسه یو تن وژل شوی او ۲۵  تنه نور ټپیان شوي دي.

دا برید نن د وږي په ۳مه، د ماښام په اوه بجو له یوې درنې چاودنې سره پیل شو او څو ساعتونو پورې یې دوام وکړ.

عیني شاهدان وایي، چې یوه بریدګر خپل موټردارالامان پر سړک د یاد پوهنتون دیوال سره جنګولی، چاودنه یې کړې او نور دننه ننوتلي او جګړه یې پیل کړه. 

د وروستیو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې تر اوسه دیوه تن  وژل کیدو او ۲۵ نورو ټپی کیدو راپورونه ورکړل شوی دي.

خو رسمی سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، د کابل دایمرجنسي روغتون په ټویټر کې لیکلي، چې ګڼ شمیر ټپیان ور وړل شوي دي.

په دې پيښه کې د مسعود حسیني به نامه مشهور فوټو ژونالست چې په یاد پوهنتون کې محصل و، هم ټپي شوی دی.

دیادونې وړ ده، چې تیره میاشت ددې پوهنتون دوه بهرني استادان هم تښتول شوي وو،

ترا وسه ددې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 211 تاريخ : پنجشنبه 4 شهريور 1395 ساعت: 6:43