د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز خپل کار پيل کړ

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٢ وږى ٩٥): له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز نن له اداري فساد سره د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې په موخه خپل فعاليت پيل کړ.

ياد مرکز د ولسمشر له لوري د روان کال د چنګاښ مياشتې د لسمې نېټې د فرمان پر بنسټ رامنځته شوى او محمد الف عرفاني هم چې له دې وړاندې د لويې څارنوالۍ د بشري سرچينو د مشر په توګه يې دنده ترسره کوله؛ د ولسمشر له لوري د ياد مرکز د مشر په توګه په دنده ګومارل شوى دى.

د ولسمشر د حکم پر بنسټ؛ شېرعلي د اداري فساد د درنو جرمونو د څېړنې ځانګړې څارنوالۍ د مشر په توګه، شفيع الله داودي د اداري فساد درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې لومړنۍ ځانګړې څارنوالۍ د مشر په توګه او ظاهره د عدلي او قضايي مرکز د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې سترې محکمې د څارنوالۍ مشر په توګه ګومارل شوى دى.

د لويې څارنوالۍ د معلوماتو پر بنسټ، په ياد مرکز کې لس نور کسان هم د څارنوالانو په توګه په دندو ګومارل شوي دي.

د افغانستان لوى څارنوال محمد فريد حميدي، په هغې ناسته کې چې د ياد مرکز د کار د پيل په غونډه کې نن په کابل کې ترسره شوې وه، وويل: "خوښ يم چې د کار د اغېزمنتيا او چارو د ښه والي لپاره د يوې سالمې ادارې د رامنځته کولو او د کدرونو د ځاى پر ځاى کولو په موخه د فساد د درنو جرمونو پر وړاندې عدلي او قضايي مرکز رامنځته او نن په رسمي ډول خپل کار پيل کړ. هوډ لرو چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې په کلکه سره مبارزه وکړو."

حميدي د ياد عدلي او قضايي مرکز جوړېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېر مهم وبلل او زياته يې کړه، دغه مرکز له ځانه سره د حکومت د مشرانو بشپړ ملاتړ لري.

نوموړي د فساد پر وړاندې پر مبارزې ټينګار وکړ او په دغه برخه کې يې د خلکو همکاري هم اړينه وبلله، خو زياته يې کړه، چا ته به اجازه ورنه کړي چې له فساد سره مبارزه پر يوې سياسي وسيلې بدله کړي.

حميدي وويل: "د عادلانه او منصفانه محاکمې ټول فرصتونه رعايت کوو، پر چا چې شک او تور لګېږي، له خپلو ټولو حقونو برخمن دى، په عزت سره به ورسره چلند کېږي، پوره وخت به ورکول کېږي، خبرې او ټولو اعتراضونو ته به يې په محاکماتي پړاوونو کې غوږ نيول کېږي."

لوى څارنوال زياته کړه، د ياد مرکز کړنې به له خلکو، رسنيو او د مدني ټولنې له بنسټونو سره شريکې شي، څو د ياد مرکز پر کړنو څارنه وکړل شي.

د لويې څارنوالۍ يو شمېر چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د يو شمېر نورو چارواکو ترڅنګ، د ياد عدلي او قضايي مرکز له لوري پر اداري فساد د تورنو پخوانيو ٢٢ وزيرانو دوسيې هم وڅېړل شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 234 تاريخ : چهارشنبه 3 شهريور 1395 ساعت: 1:03