د سرپل والي د امو دريا حوزې د نفتو راسپړلو کار درولى

ساخت وبلاگ

سرپل (پژواک ٢٦ زمرى ٩٥): د سرپل والي د چينايي قراردادي شرکت د ژمنو د نه پلي کولو له امله د امو  دريا حوزې نفتو را اېستلو کار تر هغه مهاله پورې درولى، څو ياد شرکت د خپلو ژمنو په اړه د خلکو قناعت ترلاسه کړي.

د سرپل والي محمدظاهر وحدت دغه پرېکړه نن په سرپل ښار کې د ولايتي چارواکو، خلکو او د ياد قراردادي شرکت استازو په ګډون اعلان کړه.

د امو دريا د نفتي حوزې د پراختيا او تېلو را اېستلو قرارداد د ١٣٩٠ لمريز کال په مرغومي مياشت کې د افغانستان د کانونو وزارت او د چين د نفتو د ملي شرکت تر منځ لاسليک شو.

د لومړي ځل لپاره د يادې حوزې د نفتي توکو عملي کولو را ايستنه د ١٣٩١ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې پيل شوه.

د سرپل چارواکو او اوسېدونکو د روان کال په غبرګولي مياشت کې شکايت کړى و، چې د امو دريا د نفتو را ايستونکي شرکت د ځينو پروژو د پلي کولو په برخه کې عمل نه دى کړى.

د ياد ولايت اوسېدونکو او يو شمېر چارواکو هغه مهال ويلي وو، چې ياد چينايي شرکت د نفتي توکو د تصفيه خونې، له سرپل څخه د نوي سلنه کارکوونکو د ګومارلو، د چاپېريال ساتنې له ادارې سره د چاپېريال له ککړتيا څخه د مخنيوي په موخه اړينه همغږي، د سرپل ښار له دويمې ناحيې څخه تر نفتو څاګانو پورې او دغه راز له سرپل څخه د جوزجان تر مرکز شبرغان پورې د پاخه سړک جوړولو په برخو کې عمل نه دى کړى.

له دغو شکايتونو وروسته په سرپل ښار کې د سيمه ييزو چارواکو، د دغه ولايت د يو شمېر اوسېدونکو او د ياد شرکت استازو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په نننۍ غونډه کې هم د يادو ژمنو د نه پلي کېدو په اړه خبرې وشوې.

د سرپل د ولايتي شورا غړي اسدالله خُرم د يادو ژمنو د نه پلي کېدو په اړه د خلکو د خبرو په تاييد سره وويل، د يادې پروژې د عملي کولو په برخه کې روڼتيا نشته او بايد قراردادي شرکت خپل پنځه سلنه خالص عوايد په دغه ولايت کې د پراختيايي پروژو پر عملي کېدو ولګوي.

نوموړي وويل چې په دې اړه اسناد هم شته، خو تر اوسه پورې نه دي عملي شوي.

په دغې ناسته کې د سرپل والي محمدظاهر وويل، قراردادي شرکت بايد له نن څخه وروسته د نفتو د را اېستلو لړۍ ودروي.

د نوموړي په وينا، د نفتو د راسپړلو کار بايد تر هغه مهال پورې ولاړ وي، څو شرکت په راتلونکې ناسته کې د کانونو وزارت د استازو په ګډون د خپلو ژمنو د نه عملي کولو په اړه خلکو ته قناعت ورکړي.

شاوخوا اوه مياشتې وړاندې هم د سرپل والي د چينايي شرکت له لوري د خپلو ژمنو د نه عملي کولو په پايله کې د يادې نفتي حوزې د راسپړلو لړۍ د دوو مياشتو لپاره درولې وه.

والي په نننۍ ناسته کې وويل، هغه مهال ياد شرکت ته له هغه وروسته د راسپړلو اجازه ورکړل شوه، چې د شرکت استازو په يوه غونډه کې ژمنه کړې وه، چې له پنځه زره ټنه نفتو سپړلو او لېږد وروسته به په خپلو ژمنو عمل کوي او په دې اړه به خلکو ته قناعت ورکوي.

د هغه په وينا، راپورونه وايي چې له هغه مهال راهيسې ياد شرکت له لس زره ټنه زيات مواد را ايستلي، خو تر اوسه پورې يې په خپلو ژمنو عمل نه دى کړى.

د ياد ولايت مخورو چې په دغه غونډه کې يې ګډون درلود، د والي له يادې پرېکړې هرکلى کړى دى.

خو په سرپل کې د ياد قراردادي شرکت استازي انجنير عبدالواسع په نننۍ ناسته کې وويل، ياد شوى شرکت يواځې په دې ښار کې د اوبو رسولو د شبکې د يوه پايپ د ترميم چې د شرکت د ټانکرونو له امله نړول شوى و او دغه راز د يوه استنادي دېوال د جوړولو ژمنه کړې وه، چې کار به يې په نږدې ورځو کې پيل شي.

نوموړي زياته کړه، دغه شرکت د کوم بل کار ژمنه نه ده کړې او په دې اړوند کوم سند هم نشته.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 466 تاريخ : چهارشنبه 27 مرداد 1395 ساعت: 13:28