مزارشريف (پژواک، ۲۴ زمری ۹۵): د بلخ ولايت ديني عالمانو په بدو کې د نجونو ورکول د اسلام له نظره غير شرعي وګڼل او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو په له منځه وړو کې مبارزه وکړي.
د بلخ يو شمېر ديني عالمان، په ولسي جرګه کې د خلکو استازي او لسګونه مدني فعالان د زمري په ٢٤مه د بلخ ادبي خوځښت په بلنه د بلخ د ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو او د خان ولي عادل د مبارزې ملاتړ يې وکړ.
خان ولي عادل هغه پکتياوال ځوان دی چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په کابل کې د تحصن خېمه جوړه کړې او په بدو کې د نجونو پر ورکولو اعتراض لري.
د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون غړي محمد عبده د يادې غونډې په اوږدو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې خان ولي عادل د يوې برحقې داعيې لپاره راپورته شوی او بايد ملاتړ يې وشي.
نوموړي زياته کړه چې لا هم د افغانستان په ډېری ولايتونو کې په بدو کې د نجونو ورکول دوام لري چې د مخنيوي لپاره يې لازمې هڅې نه کېږي.
عبده وويل، د افغانستان د مروجه قوانينو له مخې په بدو کې د نجونو ورکول منع دي؛ خو بيا هم يو شمېر خلک په دغه ناوړه دود لاس پورې کوي.
هغه د علماوو له شورا غوښتنه وکړه چې په بدو کې د نجونو د ورکولو پر خلاف فتوا صادره کړي او په دې اړه د جوماتونو له لارې خلکو ته تبليغ وکړي.
نوموړي ژمنه وکړه چې په ولسي جرګه کې به د خان ولي عادل د مبارزې او غوښتنې په اړه بحثونه وکړي.
د افغانستان د علماوو شورا غړي محسن دانش هم په غونډه کې ګډون کړی و او د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالی يې د اسلامي قوانينو پر خلاف عمل وګاڼه.
نوموړي زياته کړه: ((د انسان خرڅول، په بدو کې د نجونو ورکول او د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د اسلام د احکامو خلاف او مردود عمل دی.))
دغه ديني عالم د دغو ناوړه رواجونو په له منځه وړو کې د رسنيو رول مهم وباله او غوښتنه يې وکړه چې په دې اړه دې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کړي.
د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه غړي غلام رسول ملکزي، د خان ولي عادل له هڅو څخه د ستايلو تر څنګ وويل چې له دې پديدې سره د مبارزې په برخه کې موږ ټول ملګري يو.
نوموړي وويل چې د افغانستان په هره برخه کې د هر ډول بې عدالتۍ پر وړاندې درېږي او تر خپلې وسې به د دغو بې عدالتيو مخه ونيسي.
هغه له حکومته هم غوښتنه وکړه،چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملينو ته سزا ورکړي.
تېره ورځ هم د هيواد په يو شمېر ولايتونو کې په بدو کې د نجونو د ورکولو په غبرګون غونډې جوړې شوې وې.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 497 تاريخ : يکشنبه 24 مرداد 1395 ساعت: 21:10