غني : د فساد پر ضد مبارزه کې چې د چا ګټې په خطر کې وي، ما د قدرت پر انحصار تورنوي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۹۵): ولسمشر اشرف غني وایي، حکومت د فساد ضد مبارزې ته ژمن دی، خو په دې برخه کې د اقداماتو پرمهال هغه افراد چې ګټې یې په خطر کې وي، ما د قدرت په انحصار تورنوي.
هغه دا څرګندونې نن له غرمې مخکې د ځوانانو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې او ځوانانو ته یې وویل، د نن فعالان د افغانستان د سبا ورځې رهبران دي او ځوان نسل د ملت غږ دی، باید د فساد په ضد ودرېږي.

په دغو مراسمو کې چې د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې د کابینې د یو شمېر غړو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي، په کابل کې د دوستو هېوادونو د سفیرانو او  ګڼ شمېر ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه، په پيل کې د افغانستان د مدني ټولنې رئیس فردین فراهي، جمیلې ظریف، حمیرا کاکړ او یو شمېر نورو د ځوانانو په استازیتوب خبرې وکړې.

هغوی ځوانانو ته د جمهور رئیس له پاملرنې، په دولتي ادارو کې د ځوانو متخصصو کدرونو د جذب او په مهمو پرېکړو کې دغه قشر ته د برخې ورکولو له امله، مننه وکړه.

دوی د ځوانانو د وضعیت په ځانګړي ډول کارموندنې، صحت ته د پاملرنې، فساد سره د مبارزې، د ښو تحصیلي زمینو، له ځوانو کدرونو څخه د سمې استفادې، د امنیت ټینګښت، د اصلاحاتو راوستو، د سولې اوثبات د ټینګښت او د پانګونې زمینې رامنځته کولو په اړه جمهور رئیس سره  مشخص مشکلات، وړاندیزونه او نظریات مطرح کړل.

ځوانانو په یو غږ د هېواد جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان د حکومت له برنامو ملاتړ کوي او ټینګار یې وکړ، چې حکومت باید سیاسي فشارونو لاندې رانشي. د ځوانانو استازو وړاندیز وکړ، چې د هېواد د  ښارونو او ولسوالیو په کچه دې د ځوانانو استازي د ځوانانو د ستونزو او حل لارو د لټولو لپاره نظرونه تبادله او حکومت سره د اړیکو د لا ټينګولو لپاره سره تنظیم شي.

دغه ځوانان چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ارګ کې راټول شوي وو، په یو غږ د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ او له هېواد او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په دفاع کې يې د ځوان نسل قربانۍ وستایلې. هغوی جمهور رئیس ته وړاندیز وکړ، چې یو واټ دې د وسله والو ځواکونو په نوم ونومول شي، چې دا غوښتنه جمهور رئیس ومنله.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین کمال سادات ځوانانو ته د دغې نړيوالې ورځې د مبارکۍ تر څنګ ځوانانو ته د خپل معینیت د پلانونو په اړه وغږېد. هغه وویل، ځوانانو ته پنځه کلنه ستراټيژي جوړه شوې ده، چې پر ښوونې، تحصیل، صحت، ورزش او کارموندې او ښې حکومتولۍ ولاړ ده.

د ځوانانو معین وویل، د ځوانانو چارو د معینیت له لارې یې تحصیلي بنسټونو سره په همغږۍ او ځانګړي تخفیف او وړیا ډول زیات شمېر ځوانان د زده کړو لپاره ور معرفي کړي دي. هغه زیاته کړه، ځوانانو ته د کارموندنې ملي کمپاین په ټولو ادارو په ځانګړي ډول وزارتونو کې پيل کړی دی چې تشو بستونو کې د تخصص په اساس ځوان کدرونه وګمارل شي.

هغه د ځوانو رضاکارو د بسیجولو طرحه یاده کړه وې ویل، ډېر ژر به رضاکاره ځوانان منسجم شي چې په دغه ټیم کې به ډاکټران، سوداګر، انجنیران، ژورنالیستان او بېلابېل اقشار غړیتوب لري. د ځوانانو معین په افغانستان کې د ځوانانو د پارلمان د رامنځته کېدو په اړه وویل، ډېر ژر به دغه پارلمان جوړ شي، چې ځوانان به په کې د هېواد د مهمو سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې او بحث وکړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو دغو مراسمو کې خبرې وکړې او ټولو افغان ځوانانو ته یې د دغې ورځې مبارکي ورکړه.  هغه د افغانستان په پرمختګ کې د ځوانانو نقش مهم وباله اوحکومت ته یې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست نادر یما د ځوانانو  د مسوولیت منلو او ارزښتونو په اړه خبرې وکړې او جمهور رئیس څخه یې له دې امله چې ځوانانو ته انګیزه ورکوي مننه وکړه. هغه وویل، ځوانان خپل راتلونکي ته هیله مند دي، دا هېواد به د ځوانانو په لوی ځواک ابادېږي.

ولسمشر غني په یادو مراسمو کې وینا وکړه او د افغانستان ټولو ځوانانو ته یې د ځوانانو د نړیوالې ورځې مبارکي ورکړه. هغه وویل، نن زموږ ځوان نسل د هېواد په هره ګوښه کې په ژمنتیا سره ثابتوي چې پر افغانستان باورمند دي او د دې خاورې په خاطر سر ورکوي.

هغه څرګنده کړه، نړیوالو ته د ځوان نسل پیغام دادی چې د افغانستان دښمنان به هیڅ وخت خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.

ولسمشر  د ځوانانو غوښتنې ته په پام اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې په هر ولایت کې یو واټ د هېواد د وسله والو ځواکونو په نوم ونوموي.

هغه مخترع ځوانانو ته په خطاب کې وویل، تاسو د ټکنالوژۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرئ او ستاسو دا نوښت د قدر وړ دی. هغه مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه، هغو ځوانانو سره چې نوښتګرې طرحې لري، مالي مرسته وکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني له ځوانانو څخه د مثبت لیدلورو لرلو په خاطر مننه وکړه او وې ویل، تر دې وړاندې زیاتې ستونزې وې، ځکه د ستونزو سم درک نه وو، خو تاسو نن ستونزې تشخیص او په خپله ورته حل لارې لټوئ، چې دا د قدر وړ دي.

هغه  د امنیتي او دفاعي ځواکونو کوښښونو او اتلولیو ته په اشارې وویل، مطلق اکثریت خلک د سولې، ثبات او ارامي غوښتونکي دي. هغه زیاته کړه، تر راتلونکو څلورو کالو پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو اړتیاوې تدارک شوې دي.

اشرف غني د رضاکارۍ  فرهنګ ته په اشارې وویل، په ځوانانو کې د رضاکارۍ حس باید بنسټیز شي، ځکه دا د ستونزو په اسانه حل کې مرسته کوي. هغه څرګنده کړه، د ځوانانو لپاره یوه ورځ کافي نه ده، نو د دې لپاره به راتلونکی کال د ځوانانو په نوم ونوموي.

د هېواد جمهور رئیس ځوانانو سره ژمنه وکړه، چې راتلونکی کال به هره اونۍ له هغوی سره وویني. هغه له ځوانانو څخه وغوښتل چې افغانستان شموله فکر وکړي او داسې  موثرې طرحې برابرې کړي چې د ښار او ولسوالیو د ځوانانو لیدلوري په کې ځای شوي وي.

جمهور رئیس غني ځوانان د هېواد لویه پانګه وبلل او وې ویل، هیڅ عامل باید زموږ د پرمختګ مانع ونه ګرځي او په پیاوړې اراده باید له ستونزو سره مبارزه وکړو. هغه زیاته کړه، د ځوانانو ستونزې یو فرد نشي حلولی، خو دا ډاډ شته چې په تدریجي توګه د ستونزو پر حل بریالي کېدلی شو.

هغه زیاته کړه : ((  زه د ادارو په ځوانېدو باور لرم او زموږ ادارې باید ځوانې شي. هغه ټینګار وکړ، د کاغذپرانۍ ستونزې د اداري پروسو په ساده کېدو سره حلېږي.))

جمهور رئیس غني وویل، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوکمیسیون غونډې به په خپله رهبري کړم، تر څو تاسو ځوانان ډاډ ترلاسه کړئ چې شفافیت تامینېږي او پروسه په قانوني توګه پلي کېږي.

نوموړي څرګنده کړه، حکومت د فساد ضد مبارزې ته ژمن دی، خو په دې برخه کې د اقداماتو پرمهال هغه افراد چې ګټې یې په خطر کې وي، ما د قدرت په انحصار تورنوي.

جمهور رئیس وویل، ځوان نسل باید د خپل لوی دښمن پر ضد چې اداري فساد دی خپل غږ پورته کړي. هغه ټینګار وکړ، ستونزې باید د اصلي او ملي موخو پر وړاندې خنډ نشي او د نسلونو د همغږي زمینه باید ایجاد شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : غني دبكه,غني ديسكو,غني دنيه,غني دربوي,غني ددسن,غني ,غني دالي,غني درباويه,اغاني دمار,غني دين, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 367 تاريخ : شنبه 23 مرداد 1395 ساعت: 1:44