د کاپیسا د نجراب سلګونه کورنۍ د جګړو له امله بېځایه شوې دي

ساخت وبلاگ

محمودراقي (پژواک، ٢٣ کب ٩٤): د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د وروستيو جګړو له امله يې تر زرو زياتې کورنۍ بېځايه شوې دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د نجراب ولسوالۍ په افغانيه، مکتب، چهار کلا او په لسګونو نورو کليو کې د افغان امنيتي ګډو ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښتې او جګړې روانې دي.

د يادې ولسوالۍ يوه قومي مشر لطف الله ذاکري د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې جګړو کې ملکي وګړو ته هم مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

هغه زياته کړه چې تر اوسه درې مېرمنې ټپيانې شوې دي او يوه بله وژل شوې ده.

دى وايي چې له عبدالخېلو، سينزي او حيدر خېلو له سيمو څخه شاوخوا ۱۵۰۰  کورنۍ له خپلو کورونو وتلې او نورو سيمو ته کډوال شوي دي.

ذاکري وويل چې دغه کورنۍ کابل، تګاب او نورو خوندي سيمو ته تللي او اوس هم په سيمه کې امنيتي حالت خراب دى.

بلخوا د جان اغا په نوم د سربولې سيمې اوسېدونکى وايي، له څو ورځو راهيسې په سيمه کې يې جګړه روانه ده، خلکو خپل ډک کورونه پرېيښي دي او ځانونه يې خوندي سيمو ته ايستلي دي.

دى وايي چې د سيمې اوسېدونکو خپل څاروي هم پرېيښي دي او د جګړو له امله بېرته خپلو کورونو ته نه شي ستنېدلى.

د کاپيسا  امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق وايي چې په سيمه کې د خنجر ٢١ په نوم عمليات پيل شوي، څو له وسله والو يې پاکه کړي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ١٧ وسله وال مخالفين وژل شوي، يو شمېر يې ټپيان دي او ډېری سيمې ترې پاکې شوې دي.

د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې دولتي ځواکونو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

د کاپيسا د کډوالو چارو رييس محمدقسيم ملکزاده وايي چې کېداى شي د لږې مودې لپاره خلک بېځايه شوي وي او د عملياتو تر پاى وروسته دوى بېرته خپلو سيمو ته راستانه شي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د دوى د سروې ټيمونه به د بېځايه شوو خلکو لېستونه جوړ او بيا ورسره د مرستې لپاره جوړ کړي. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 177 تاريخ : يکشنبه 23 اسفند 1394 ساعت: 14:33