ولسمشر: کرنه مو له لومړیتوبونو څخه ده

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ١٧ زمرى ٩٥): ولسمشر اشرف غني وايي، افغانستان د کرنې له ودې پرته ثبات او پرمختګ ته نه شي رسېدلی.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن مازیګر د ولایتونو د کرنې ریاستونو نوماندانو سره په ارګ کې وکتل.

سرچينه کاږي، په پیل کې د کرنې وزیر اسدالله ضمیر د کرنې ولایتي ریاستونو د نوماندانو د مقررۍ په هکله خبرې وکړې او د اسنادو د پړاوونو د بشپړولو بهیر او  تازه پلانونو په اړه یې راپور وړاندې کړ.

د کرنې وزیر وویل، د ۲۰۹ نوماندانو له جملې څخه ۹۷ تنه تقریري ازموینې ته لاره وموندله، له هغې جملې څخه ۳۷ تنه ۳۳ ولایتونو ته بریالي شول.

هغه زیاته کړه، د کرنې ریاستونو ۷۰ سلنه نوماندان د ماسټرۍ سند او کافي تجربې لرونکي دي.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې عبدالصبور رحماني او توحید علي د ولایتونو د کرنې ریاستونو د نوماندانو په استازیتوب خبرې وکړې او له ولسمشر څخه یې ځوانانو ته د کار زمینې برابرولو او د ځوانانو له نیرو څخه د کار اخیستلو له امله مننه وکړه.

هغوی ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې په لازم تخصص او تعهد سره به خلکو او په ځانګړي ډول بزګرو ته د خدماتو وړاندې کولو او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني د کرنې وزیر د راپور له اورېدلو او د ګډون کوونکو له خبرو وروسته حاضرینو ته په خطاب کې وویل: "مننه چې په قوي انرژي د خلکو خدمت ته تیار یئ."

ده څرګنده کړه، افغانستان د کرنې له ودې پرته ثبات او پرمختګ ته نه شي رسېدلی.

هغه په ټینګار وویل، لکه څنګه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، د کرنې د مسوولینو رول هم په همدې اندازه اساسي دی.

ده زياته کړه، افغانستان له کرنیز پلوه غني دی او باید په پښو ودرېږي او په سیمه کې په یوه صادرونکي هېواد بدل شي.

د هغه په وينا، په هېواد کې د کرنې له ودې سره خلکو ته اجتماعي بیمه ایجادېږي او له شته فرصتونو څخه باید ګټه واخیستل شي او افغانستان خودکفا شي.

غني زیاته کړه، د محوري مرکز فرهنګ له منځه تللی او دا فرهنګ د ولایتونو، ولسوالیو او کلیو په کچه باید بنسټيز شي او خلکو په ځانګړي ډول بزګرو ته د خدماتو وړاندې کولو زمینه برابره شي.

نوموړي دې ته په اشارې چې د خلکو ژوند په کرنې پورې تړلی دی، وویل، عملي کرنیزې طرحې دې عملي شي او نوي مسوولین باید په دې برخه کې له خپلې پوهې، صلاحیت او مسوولیت څخه ګټه واخلي.

ولسمشر وايي، د هېواد د اوبو سرچینو څخه باید اعظمي ګټه واخيستل شي او د بندونو په پرانیستې سره د افغانستان اوبه مدیریت کېږي، لکه د سلما بند له پرانیستې سره چې میلیونونه متر مکعب اوبه زېرمه شوې.

ده وویل، د کرنې عناصر له کرنیزې ټکنالوژي څخه له ګټه اخیستنې پرته نه شي بریالی کېدلی او کرنیزې ټکنالوژي څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید طرحې ولرو.

اشرف غني د کرنې وزارت مسوولینو ته دستور ورکړ چې د بزګرو غوښتنو او وړاندیزونو ته غوږ کېږدي او له هغوی سره اړیکې ټینګې کړي، ترڅو د کرنې په برخه کې لازم بدلونونه راشي.

هغه زياته کړه، د مرکز او ولایتونو تر منځ دې بنسټيزې اړیکې ایجاد شي، ځکه ګډه او سراسري همکاري د کرنیزو فعالیتونو شېوې ته مثبت بدلون ورکوي.

نوموړي څرګنده کړه، کرنه زموږ له لومړیتوبونو څخه یوه ده او د کرنې له ودې سره له کلیو څخه ښارونو ته د ځوانانو راتګ باید کم شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 223 تاريخ : دوشنبه 18 مرداد 1395 ساعت: 3:42