د سټنډرډ ملي اداره: د تېلو کيفيت د ښه کېدو لپاره له زياتو خنډونو سره مخامخ يو

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک،١٢ زمرى ٩٥): د سټنډرډ ملي اداره وايي، په قانوني توګه د واردو شوو تېلو له جملې څخه ډيزل له ملي سټنډرډ سره سمون لري او نږدې اوه سلنه پټرول له سټنډرډ سره يوه اندازه توپير لري؛ خو زياته اندازه تېل په قاچاقي ډول او د کيفيت له تضمين پرته هېواد ته واردېږي.

د سټنډرډ ملي ادارې تخنيکي مرستيال مجيب الرحمن خطير، نن کابل کې په خبري ناسته کې وويل چې د سټنډرډ ملي اداره او د نفتي توکو تصدي د چاپېريال ساتنې ملي ادارې او کابل پوليتخنيک پوهنتون په همکارۍ، د روان کال له وري تر چنګاښ مياشتې پورې د ٢٤١ تېلو نمونې چې په قانوني بڼه واردېږي، وازمويلې.

 له هغو تېلو څخه ٢٤١ بېلګې واخيستل شوې چې په قانوني بڼه واردېږي او ازموينه پرې ترسره شوه.

خطير وويل چې له ٢٤٢ بېلګو څخه،١٢١ يې د  ډېزلو او ١٢٠ بېلګې يې د پټرولو اړوند وې.

هغه زياته کړه چې دا بېلګې له کابل، ننګرهار،  کندهار، هرات، نيمروز، بلخ، فارياب او کندوز ولايتونو څخه را غونډې شوې دي.

د نوموړي په وينا، دا بېلګې له بندرونو، د تېلو ټانکونو، د نفتي توکو زېرمو او داسې نورو سرچينو څخه اخيستل شوي دي.

نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې پر بنسټ، په ډېزل تېلو کې د سلفر کچه ٠،٥ سلنه ده او ډېزل تېلو له ١٢١ اخيستل شوو بېلګو څخه چې ازماېښت پرې وشو، ټول ډېزل تېل له دې سټنډرډ سره برابر و او هېڅ ستونزه يې نه درلوده.

خطير په ډاګه کړه چې د پټرولو تېل له ١٢٠ بېلګو څخه ١١٢ يې د افغانستان له ملي سټنډرډ سره چې ٠،٠١٣ سلنه کېږي، مطابقت درلود؛ خو په اتو بېلګو کې يې له سټنډرډ کچې څخه زيات سرپ موجود و.

د هغه په خبره، دا زياتوالى دومره نه دى چې هېوادوال يې په اړه اندېښنه وکړي؛ ځکه له ملي سټنډرډ سره يې لږ توپير و او د سرپو دا کچه ٠،٠١٤ تر ٠،٠١٦ سلنه پورې وه.

نوموړي زياته کړه، د دې څېړنې پايلې ښيي چې د ټولو ازمويل شوو تېلو له جملې خخه  ٦،٦٧ سلنه پټرول تېل د سټنډرډ خلاف دي چې لويه شمېره نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې افغانستان ته واردېدونکو تېلو کې د سرپو او سلفر شتون په اړه اندېښنې زياتې شوې دي؛ ځکه په تېلو کې د سرپو او سلفر شتون د هوا ککړتيا او ناروغيو په ځانګړې توګه ماشومانو کې د سرطان لامل ګرځي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو او اوبلن ګازو مشر ولي تميم وويل، د دې څېړنې پايلې جوتوي چې په واردېدونکو تېلو کې د سرپو او سلفر کچه کمه ده؛ خو ډېر ژر به تېلو کې  د هغو توکو پېژندلو لپاره پروګرامونه په لار واچول شي چې تېلو کې د سرپو او سلفر زياتېدو لامل کېږي.

نوموړي د سټنډرډ له ملي ادارې څخه وغوښتل چې له دې وروسته ټول د تېلو ټانکونه وڅاري؛ ځکه نفتي توکي د توريد او زېرمې پرمهال بدلون نه کوي؛ خو کله چې د مصرف کوونکي په واک کې ورځي، بدلون ورکول کېږي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستيال غلام محمد ملکيار هم وويل، دا لومړى ځل دى چې افغانستان ته په وارداتي تېلو کې د سرپو او سلفر کچه ټاکل کېږي او خلک له دې وروسته بايد دد ې موضوع په اړه اندېښنه و نه لري.

د سټنډرډ ملي ادارې مشر نقيب الله فايق په دې ناسته کې وويل، په افغانستان کې د تېلو وضعيت د پخوا په پرتله سم شوى دى او د دې څېړنې پايله ښيي، چې په وارداتي تېلو کې سرپ په خورا ټيټه کچه کې دي.

نوموړي په غيرقانوني توګه د تېلو واردولو په تړاو د اندېښنې تر څنګ زياته کړه چې په هرو درېيو لېټرو تېلو کې دوه يې په قاچاقي او يو لېټر يې په قانوني توګه هېواد ته واردېږي او ياده اداره په ناقانونه توګه د وارداتي تېلو د تضمين مسووليت نه لري.

هغه وويل، يادې ادارې شاوخوا څلورو وروستيو مياشتو کې ١،٥ ميليونه لېټره بې کيفيته تېل چې د ملي سټنډرډ خلاف و، مسترد کړي دي.

نوموړي زياته کړه، افغان بازارونو کې ٨٠  او ٩٢ تېل شته، خو ټاکل شوې ده چې تر لسو راتلونکو ورځو پورې د "٨٠ ډوله" تېلو وارداتو بندولو طرحه د افغانستان کابينې ته وړاندې کړي؛ ځکه د دغه راز تېلو کيفيت ټيټ دى.

فايق وويل، څومره چې ياده اداره د تېلو کيفيت ښه والي لپاره هڅه کوي، پر وړاندې يې زيات خنډونه رامنځ ته کېږي.

نوموړي د خنډونو په اړه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل: "کورنيو کمپينو ته د يو ميليون ټنو خامو نفتي توکو اجازه ورکړل شوې ده  چې هېواد کې د ننه يې چاڼ کړي؛ خو په قطعي توګه اعلان کوم چې دا کمپنۍ هېڅکله سټنډرډ تېل چې افغان ولس ته يې ګټه ورسېږي، توليدولى نه شي."

هغه وويل چې د سټنډرډ ملي اداره د يادو کمپنيو د کار بندولو وس نه لري؛ خو يوه ورځ به پر دې کار برلاسه شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 211 تاريخ : سه شنبه 12 مرداد 1395 ساعت: 23:32