د بشري حقونو څار سازمان: د دوستم اړوند ځواکونو په فارياب کې ملکي وګړي وژلي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان ويلي چې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم اړوند ځواکونه د سيمې خلک ګواښي او وېروي یې.

د څار سازمان دغه څرګندونې د زمري په ١٠مه په خپره کړې خبرپاڼه کې کړې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم رالېږلې ده.

دغه سازمان یاده اندېښنه په داسې حال کې ښودلې چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ دولتي ځواکونه او پاڅوانوال په شمالي ولايتونو فارياب، جوزجان او سرپل کې عمليات په لاره اچولي دي.

د څار سازمان له افغان حکومته غوښتي، هغه شخصي ملېشې تر عدلي تعقيب لاندې ونيسي چې تېره مياشت يې په فارياب ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په وژلو او ځورولو کې لاس درلود.

تېره مياشت د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکو شکايت کړى و چې د دوستم اړوند ځواکونو شاوخوا ٩ ملکي وګړي وژلي او لسګونه يې له ځان سره بیولي دي.

دوی زياته کړې وه، سيمه ييز پوليس د خيزش مردمي په ملاتړ کليو ته راننوتل، کور په کور يې تلاشي وکړه، ۹ عام وګړي يې ووژل او زيات شمېر توکي يې له ځان سره يووړل.

د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان وايي چې دوى تر يادې پېښې وروسته سيمې ته ورغلل او له زيانمن شوو کورنيو سره يې مرکې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر د لومړي مرستيال دوستم په مشرۍ د جنبش ډلې ملېشې په جنګي جرمونو تورنې دي، ولسمشر اشرف غني د وروستيو پېښو د څېړلو امر کړى او د ملکي وګړو د وژلو په تور يو شمېر ملېشې نيول شوې هم دي.

د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان يوه چارواکي پټريکا ګوسمان ويلي چې جنرال دوستم او ځواکونو يې هېڅکله ځان مسوول نه دی ګڼلی او د افغانستان په شمال کې يې امنيت کمزورى کړى دى.

سرچينې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما د معلوماتو پر اساس ويلي چې تېره مياشت د دوستم وسله والو په فارياب ولايت کې ١٣ ملکي وګړي وژلي او ٣٢ نور يې ټپيان کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، کله چې طالبان له کليو څخه ووتل، نو د دوستم ملېشې يادو کليو ته ورغلل او ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبه واړوله.

د څار سازمان ويلي چې په روانه مياشت کې يې د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ د ځپل شوو کليو له اوسېدونکو سره مرکې کړې دي.

د حشمت په نوم يو ٣٥ کلن اوسېدونکي ويلي: ((د سهار په اتو بجو زه په کور کې وم چې ناڅاپه د دوستم ملېشو اړوند لسګونه پوځي موټر کلي ته راغلل، خو له دوى سره ملي اردو ځواکونه نه وو، ټوپکې ورسره وې او خلکو ته يې ويل چې تاسو طالبان ياست.))

د ثريا په نوم يوې ٥٠ کلنې ښځې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان ته ويلي چې د دوستم د ملېشو له خوا د ټوپک په کنداغونو ووهل شو او کنځلې يې هم ورته کولې.

دغه سازمان ويلي چې په دولت اباد ولسوالۍ کې د دوستم ملېشو د ظلمونو او قتلونو په اړه اسناد له ځان سره لري.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان يوه چارواکي پټريکا ګوسمان غوښتنه کړې چې د جنبش پر وسله والو بنديز ولګول شي.

هغه له ولسمشر غني هم غوښتي چې د غير مسوولو وسله والو او شخصي ملېشو د بې وسلې کولو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 232 تاريخ : يکشنبه 10 مرداد 1395 ساعت: 16:13