افغانستان هالنډ ته په ماتې ورکولو د انټرکانټنینټال کپ د نومرو جدول کې لومړی مقام خپل کړ

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٩  زمرى ٩٥): افغانستان هالنډ ته د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې سترې ماتې ورکولو سره د انټرکانټنینټال کپ سیالیو د نومرو جدول کې لومړی مقام خپل کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه پرون له غرمې وروسته د هالنډ په وربورګ ښار کې پيل شوې وه او نن د شپې په شاوخوا نهه نیمو بجو دافغانستان په بریا په داسې حال کې پای ته ورسیده، چې د لوبې دوه ورځې لاپاتې وې.

هغه زياته کړه چې د دې څلور ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړې کړې وه.د هوتک په وينا، د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د هالند لوبډله په لومړي اننګز کې په ١١٧ منډو وسوځېده.

د افغانستان له لوري يمين احمدزي او دولت ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه، احمدزي پنځه او دولت څلور لوبغاړي وسوځول، يو لوبغاړى ميرويس اشرف وسوځاوو.

د هالنډ د لومړي اننګز په ځواب کې افغانستان تېره شپه د لومړۍ ورځې تر پايه پورې په ٤٨ اورونو کې ١٤٥ منډې جوړې کړې او څلور لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

رحمت شاه ٥١، ناصر جمال ٤٣، شهزاد محمدي ١٧ او احسان ١٥ مندې جوړې کړې او سوځيدلي دي. لوبډل مشر اصغر ستانکزى په ٦ او حشمت الله شهيدي په ٩ منډو ولاړ دي.

هوتک وویل، چې نن په دویمه ورځ ملي لوبډلې خپله لوبه پیل کړه، نو اصغر ستانکزی په ۲۴ او محمد نبي په ۱۷ منډو وسوځیدل. خو حشمت الله شهیدي او میرویس اشرف په زړه پورې لوبه وکړه او دافغانستان منډې یې تر ۳۱۷ ورسوله او دغه راز افغانستان تر هالنډ ۱۹۵ منډې مخکې شو. شهیدی ۸۳ او میرویس ۴۲ منډې جوړې کړې.

د هالنډ لوبغاړو په دوویم اننګز کې هم د افغان لوبغاړو د ښې توپ اچونې مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۵۹ منډو وسوځیدله، دغه راز افغانستان دا لوبه په یو اننګز او ۳۶ منډو توپیر سره وګتله.

دغې بریا سره افغانستان ته ۲۱ نومرې ورکړل شوې چې تر څلورو لوبو وروسته یې ټولې نومرې ۶۱ شوې او د نومرو په ډول کې یې لومړی مقام واخیست، ایرلینډ په دریو لوبو کې ۶۰ نومرو سره دویم او هالنډ ۴۶ نومرو سره دریم مقام لري.

که هره لوبډله دا ځل دانټرکانټنینټال کپ وګټلو، نو هغه د ټسټ دریځ ورکول کیږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 170 تاريخ : يکشنبه 10 مرداد 1395 ساعت: 1:39