جلال اباد(پژواک،۷ زمری ۹۵): چارواکي وايي، په ننګرهار کې يې د داعش پر ضد د "قهرسېلاب" په نوم تصفيوي عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې به يې د پوليسو نوې پوستې جوړې شي.
دا عمليات تېره شپه د کوټ، نازيانو، اچين او هسکې مينې په ولسواليو کې پيل شول او ويل کېږي چې نورو ولسواليو ته به هم وغځېږي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ٧مه، په دې تړاو خبري کنفرانس ته وويل،د دې عملياتو پر مهال به له داعش څخه په نيول شوو سيمو کې نوې پوستې جوړې شي.
مشرقيوال وايي: ((دا عمليات د تېرو عملياتو دويم پړاو دی او د داعش تر ختمولو به دوام ولري.))
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن شيرين اقافقيري وويل: ((د قهر سېلاب عمليات د ولسمشر د امر په اساس پيل شول، د کډو څواکونو له لوري د هوايي ځواک په ملاتړ ترسره کيږي.))
شيرين اقاوايي، په تېرو څو ورځو کې افغان کومانډو ځواکونو په کوټ کې د داعش د سوق ادارې مرکزونه له منځه وړي او په نوو عملياتو کې به نورې سيمې هم تصفيه شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء خوږياڼي چې په خبري غونډه کې يې ګډون کړى و، وويل چې د دې عملياتو لپاره سيمه ييزه اداره پوره چمتولی لري، که په سيمه کې مرستو ته اړتيا شوه موږ ورته مرستې برابرې کړې دي.
د والي وياند وايي، چې ياد عمليات به د وسله والو د ځپلو تر مهاله دوام ولري او د اړتيا په صورت کې به نورو ولسواليو ته وغځېږي.
خوږياڼي زياته کړه: ((په تېرو عملياتو کې داعش تېښتې مجبور شول او کوښښ کوي چې له جګړې لاس واخلي او تسليم شي، د داعش ډېر مرکزونه هم په نښه او له منځه لاړل.))
د يادو چارواکو په وينا، په ننګرهار کې د داعش پر ضد عمليات ښې پايلې لري او هوايي بريدونه هم ګټور تمام شوي دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 205 تاريخ : پنجشنبه 7 مرداد 1395 ساعت: 20:54