د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې له هند څخه ددریو لوبو لړۍ وګټله

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۴ زمری ۹۵): د افغانستان د معلولینو ملې لوبډلې او د هندوستان د معلولینو ملي لوبډلې ته په دریمه شل اووریزه کرکټ لوبه کې ماتې ورکولو سره د دریو لوبو لړۍ وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ ددریو لوبو وروسته لوبه د زمري په ۴مه، د کابل د الکوزي نړیوال کرکټ لوبغالي کې ت رسره شوه.  دافغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د لوبې پچه د افغان معلولینو ملي لوبډلې، لوبډلمشر وګټله او خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځیدوسره ۱۶۳ منډې جوړې کړې او هندۍ لوبډلې ته یې د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.
د افغان معلولینو ملي لوبډلې زبیر ځدران ښه وځلید او  ۹۴ منډې یې وکړې.
د هند معلولینو ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږلوبغاړو په سوځیدو ۱۶۴ منډې وکړې او لوبه برابره شوه، لوبه تر برابریدو وروسته سوپر اوور ته ولاړه چې هند معلولینو ملي لوبډلې په سوپر اوور کې ۱۱ منډې وکړې.
هوتک وایي، چې د افغان لوبډلې یاد هدف ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د دغه لوبې غوره لوبغاړی زبیر ځدراڼ وټاکل شو او د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له خوا، د ایوا موبیل ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د معلولینو د سرتاسري شورا له خوا په جایزو ونازول شو، همدا راز د دوستۍ جام د سریز غوره لوبغاړی د هند د معلولینو ملي لوبډلې ویکرانت کیني اعلان شو.
د جایزو ورکولو په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش ، مرستیال شفیق الله ستانکزی، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د چارو ادارې مرستیال نعمت الله سایر، د کار او ټولنیزو چارو معین واصل نور، د کار او ټولنیزو چارو معین لال اریوبي، په افغانستان کې د معلولینو د سرتاسري شورا ريیس مسعوود ساپی، د هند سفارت مرستیال ویرات سینګ  او نورو برخه اخیستې وه.

د دوستۍ جام د پایلوبې په ورستۍ غونډه کې پر ټولو لوبغاړو باندې جایزې، مډالونه، بګړۍ، چپنې او ستاینلکونه وویشل او افغان معلولینو ملي لوبډلې په ډکو ولولو او خوشحالیو د سریز جام پورته کړ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 285 تاريخ : سه شنبه 5 مرداد 1395 ساعت: 12:07