ځينو سياسي ګوندونو د ملګرو ملتونو له لوري پر پاکستان د بنديزونو غوښتنه وکړه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٥): يو شمېر سياسي ګوندونو، د هېواد د ملي امنيت پخواني مشر له لوري له طالبانو سره د پاکستان همکاريو په اړه د اسنادو د خپرولو ستاينه کړې او د پاکستان پر وړاندې يې د ملګرو ملتونو د بنديزونو او د ناټو له لوري په ياد هېواد کې د ترهګرو ځالو د نښه کولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل د روانې مياشتې په ٢٤ مه، رسنيو ته د سندونو ځينې پاڼې ورکړې او نوموړي ادعا کړې، چې دغه اسناد د پاکستان په بېلابېلو بنسټونو پورې تړلي چې له طالبانو او حقاني ډلې سره د پاکستان د استخباراتي ادارې او د پوځ د اړيکو ښکارندويي کوي.

د افغانستان د اسلامي ملي سولې ګوند مشر شاه محمود پوپل، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، چې نبيل د خپلو اسنادو په خپرولو سره يو ډېر ښه کار ترسره کړى او د سياسي ګوندونو او مدني بنسټونو استازي د هغه له ياد کار ستاينه کوي او له هغه خپل ملاتړ اعلانوي.

د هغه په وينا، د يادو اسنادو په خپرولو او د امريکا په کانګرس کې د زلمي خليلزاد څرګندولو وښوده، چې پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي او د ترهګرو اصلي ځالې په پاکستان کې دي.

هغه زياته کړه: "که چېرې د ملګرو ملتونو له لوري پر پاکستان بنديزونه ونه لګول شي او که چېرې د حکومت او ناټو له لوري د ترهګريزو ډلو پر ضد ګامونه پورته نه شي، نو سياسي ګوندونه به چوپ پاتې نه شي او په جدي ګامونو پورته کولو به لاس پورته کړي."

خو نوموړې په دې اړه چې سياسي ګوندونه به له ځانه څرنګه غبرګون وښيي، معلومات وړاندې نه کړل.

دغه راز د هغه په وينا، د پاکستان جاسوسان چې په دولتي بنسټونو کې کار کوي، له پېژندنې وروسته بايد محاکمه شي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په حکومت کې شته جاسوسان څوک دي؟ وويل: "رسنۍ هره ورځ د يادو کسانو نومونه اخلي، په پخواني حکومت کې چا چې طالبانو ته د ورور خطاب کاوه، جاسوسان دي، چا چې له افغانستان سره مرسته شوې پيسې چور کړې، جاسوسان دي."

نوموړي وويل: "موږ په دې اړه ډېر اسناد په لاس کې لرو چې د اړتيا په صورت کې به يې حکومت ته وسپارو."

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 279 تاريخ : پنجشنبه 31 تير 1395 ساعت: 23:50