په نشه يي توکو له روږدو خاوندانو د مېرمنو د طلاق اخيستو پېښې ډېرې شوي

ساخت وبلاگ

کندهار (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٥): د کندهار د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، په نشه يي توکو له روږدو خاوندانو څخه د مېرمنو له خوا د طلاق اخيستو پېښې ډېرې شوې دي.

د کندهار د ښځو چارو رييسې مېرمن رقيې اڅکزۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ولايت کې که له يوې خوا ورځ تر بلې په نشه يي توکو د روږدو وګړو شمېر ډېرېږي، نو بل خوا په نشه يي توکو له روږدو خاوندانو څخه د مېرمنو د طلاق اخيستل هم زيات شوي دي.

هغې که څه هم په دې برخه کې کره شمېرې وړاندې نه کړې، خو ويې ويل له تېر کال راهيسې ګڼو مېرمنو له خپلو خاوندانو څخه چې په نشه يي توکو روږد وو، طلاق اخيستى دى.

د دې په خبره، په نشه يي توکو له روږدو خاوندانو څخه د مېرمنو د طلاق اخيستو پېښې ځکه ډېرې شوې چې مجبورې دي هم خپلو اولادونو ته نفقه پيدا کړي او هم خپل خاوند ته د نشه يي توکو د اخيستو پيسې ورکړي.

دا وايي، ډېر مهال په نشه يي توکو روږدي نارينه له خپلو مېرمنو په زور پيسې اخلي، يا د کور سامان الات پلوري چې په داسې حالاتو کې مېرمنې  په نشه اخته د خپلو خاوندانو لخوا له تشدد او زور زياتي سره هم مخ کېږي.

خو د دې په باور، دغسې مېرمنې له طلاق اخيستو وروسته هم ښه ژوند نه شي کولاى، ځکه ډېرې مېرمنې داسې دي چې اولادونه يې واړه وي او مجبوره وي چې د هغوى لپاره د نفقې پيدا کولو په موخه شپه او ورځ کار وکړي.

اڅکزۍ وايي: ((دلته که جګړه ده، که په نشه يي توکو روږدتيا او يا نورې ناخوالې دي، نو تر ټولو ډېر درد او زور يې تر مېرمنو خېژي، ځکه زموږ په ټولنه کې د ښځې ژوند په نارينه پورې تړلى، هر نارينه چې خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا معتاد کېږي نو تر شا مور يا مېرمن لري چې ورسره بدمرغه کېږي او ژوند يې په تيارو کې ډوبېږي.))

٣٣ کلنه جميله همداسې يوه مېرمن ده چې نږدې څلور مياشتې وړاندې يې له خپل خاوند څخه چې په هيرويينو روږد و، طلاق اخيستى دى.

دغه مېرمن د پنځو اولادونو (درې لوڼو او دوو زامنو) مور ده چې د هغوى نفقې اړه کړې د کندهار ښار په يوه شخصي روغتون کې د پخوونکې (اشپزې )په توګه کار وکړي.

جميلې پژواک اژانس ته خپله کيسه داسې وکړه: ((خاوند مې له ډېرو کلونو راهيسې په هيرويينو څکولو اخته و، له هماغه وخته يې هيڅ کار او روزګار نه کاوه، څو واره مې په ډېرې خوارۍ د هغه د علاج لپاره پيسې ټولې کړې او د خپلوانو په مرسته به مو په روغتون کې داخل کړ، خو چې څو اوونۍ وروسته به له روغتون څخه راووت بېرته به يې د نشې په کولو شروع وکړه.))

دا وايي، خاوند به يې له دې د هيرويينو د رانيولو لپاره په زور پيسې اخيستې، ان دا به يې سخته وهله، کله چې به پيسې نه وې ورسره، نو د کور توکي به يې خرڅول او په کور کې يې هيڅ قيمتي شى پرېنښود.

دې وويل، دغه حالت هم پر هغې او هم د هغې د ماشومانو پر ژوند بد اغېز درلود، دا مجبوره وه چې هم د خپلو اولادونو د خېټو غم وخوري او هم خاوند ته د نشې پيسې ورکړي.

د جميلې په وينا، دا حالت يې تر ډېره وزغمه، څو څو ځله يې د خپل خاوند د درملنې هڅې وکړې، خو چې بله لار پاتې نه شوه، نو مجبوه شوه چې له خاوند څخه د خپل ژوند لار بېله کړي.

د کندهار ولايت له مخدره توکو سره د مبارزې رياست مسوولين هم وايي چې په دې ولايت کې ورځ تر بلې په نشه يي توکو د روږدو وګړو شمېر زياتېږي، په داسې حال کې چې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي هڅې پڅې او د روږدو وګړو د درملنې اسانتياوې ډېرې کمې دي.

د ياد شوي رياست رييس ګل محمد شکران پژواک اژانس ته وويل، د عامې روغتيا رياست له لوري د شوې يوې سروې له مخې، په کندهار کې په نشه يي توکو د روږدو وګړو شمېره تر ١٠٠ زره اوړي چې ١٠ سلنه يې مېرمنې دي.

دى زياتوي، په نشه يي توکو د روږدتيا د ډېرېدو لاملونه غربت، بې کاري، د پوهې ټيټه کچه، نشه يي توکو ته اسانه لاسرسى او نور دي.

هغه د يوې بلې ډېرې جدي ستونزې يادونه هم وکړه او ويې ويل چې له بده مرغه په دې وروستيو کې د ځوانانو تر منځ د چرسو څکول ډېر عام شوي او ان کوم عيب نه ګڼل کېږي.

د نوموړي په خبره، دا مهال په کندهار کې د نشه يانو د درملنې څلور مرکزونه شته چې يو يې په ډنډ ولسوالۍ کې د امنيې قوماندانۍ له خوا جوړ شوى او په اجباري توکه د نشه يانو درملنه کوي، دويم په سپين بولدک او پاتې دوه نور په کندهار ښار کې د ملالۍ او ودان په نومونو فعاليت لري.

خو شکران وويل، يوځې دا مرکزونه کافي نه دي، بلکې د نشه يانو د درملنې د نورو مرکزونو د جوړولو تر څنګ د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي پر وړاندې هم جدي کار ته اړتيا ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د نړيوالې ورځې او د نشه يي توکو د مخنيوي د اوونۍ په مناسبت د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوې وه چې د ولايتي چارواکو تر څنګ په کې قومي مشرانو، ديني عالمانو او مدني فعالانو ګډون کړى وو.

د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي وويل، حکومت د نشه يي توکو مخنيوي ته ژمن دى، خو په دې برخه کې بايد د دولت تر څنګ ملت هم همکاري وکړي.

هغه خبر ورکړ چې د دې ولايت په ډېرو سيمو کې د نشه يي توکو کښت کم شوى او دوى اراده لري چې د بديل معيشت له لارې د نشه يي توکو کرکيله ختمه کړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 276 تاريخ : پنجشنبه 31 تير 1395 ساعت: 20:40