په شيګل کې ٩ کيلو متره سړک ګټې اخيستنې ته چمتو شو

ساخت وبلاگ

اسعد اباد (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٥): د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې ٩ کيلو متره سړک جوړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شو.

دا سړک د شيګل ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه لا حسين کې جوړ شوى، پخوا په کې د موټر  لار نه وه ، خو اوس د ملي پيوستون لخوا دغه لاره د موټرو لپاره جوړه شوه.

په کونړ کې د ملي پيوستون مشر وحيدالله زاهد پژواک اژانس ته وويل  چې اووه کاله مخکې دغه سړک د ملي پيوستون په مالي مرسته جوړ شوى و، خو د موټرو تګ راتګ په کې ستونزمن کار و.

هغه زياته کړه چې اوس دغه سړک پراخ  او د ملي شوراګانو په همکارۍ د څه کم پنځه ميليونه افغانيو په لګښت ترميم او اوس موټر  هم په اسانه توګه پرې تګ راتګ کولى شي.

د نوموړي په وينا، دغه سړک ٩ کيلو متره اوږد او څلور متره پلتنوالى لري .

زاهد وايي چې دا سړک د شيګل ولسوالۍ له موڼي سيمې څخه پيل او د ټالونو تر سيمې پورې غځېدلى دى.

د ملي پيوستون رييس وويل  چې له دې سړک څخه څه دپاسه دوه زره کورنۍ ګټه پورته کولى شي.

د لاحسين يو تن اوسېدونکي ګل اعلم پژواک ته وويل  چې پخوا پر دې سړک موټر نه شواى تللى او خلک له ستونزو سره مخامخ و.

هغه زياتوي چې اوس به خلک خپلې جنازې، ناروغان او حاصلات په اسانه توګه ولېږدولى شي. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 266 تاريخ : پنجشنبه 31 تير 1395 ساعت: 15:16