افغانستان د کرکټ په څلورمه لوبه کې ايرلينډ ته ستره ماتې ورکړه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٥): افغانستان د کرکټ په څلورمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې ايرلينډ ته ستره ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د چنګاښ په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د څلورمې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدلو ٢٢٩ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ٢٣٠ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري راشد ارمان او نبي عيسى خېل په زړه پورې لوبې وکړې، ارمان ٦٠ ، او عيسى خېل ٥٠ او رحمت شاه ٤٨ منډې جوړې کړې.

د ايرلنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او د سيالۍ په ۴۱ اوور کې يې د ۱۵۰ منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه يې وبايلله.

د افغان توپ اچونکو له لوري راشد ارمان د توپوهنې ترڅنګ په توپ اچوونه کې هم ښه وځلېد او د ايرلينډ څلور لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز رحمت شاه ۲، يمين احمدزي او دولت ځدران يو يو لوبغاړي وسوځول.

تر دې مخکې لومړۍ لوبه د باران له امله بې نتېجې پاتې وه، دوه يمه افغانستان او درېيمه ايرلينډ ګټلې وه، ددواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو لړۍ کې افغانستان دوه پر يو مخکې ده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 282 تاريخ : دوشنبه 28 تير 1395 ساعت: 14:21